د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه جنايي پلټنې پیل شوې 


مظاهره کوونکو د پنجشنبې په ورځ د کانګرس پر ودانۍ ورننوتل
مظاهره کوونکو د پنجشنبې په ورځ د کانګرس پر ودانۍ ورننوتل

په امریکا کې چارواکي وايي د پنجشنبې په ورځ د مظاهرې پر مهال د کانګرس پر ودانۍ د برید په اړه یې جنايي تحقیقات پیل کړي‌ دي.

سلګونه محققان په دغې پېښې کې د ښکیلو کسانو د نیولو لپاره ګمارل شوي دي.

د واشنګټن ډي سي ښاروالې مایکل شرون وویل چې ۱۵ تنه د واشنګټن ډي سي د فدرال په محکمې کې او ۴۰ تنه نور د واشنګټن ډي سي په عالي محکمه کې په رسمي توګه تورن شوي دي.

مېرمن شرون وویل چې په دغو کسانو د دولتي شتمنۍ د غلا او وسلو ناقانونه ګرځولو تور دی.

یو کس له اتوماتیکې وسلې او ۱۱ اورغورځوونکو بمي ډوله بوتلونو سره نیول شوی دی. وايي دا بوتلونه چاودېدلو ته چمتو کړل شوي وو.

امنیتي‌ چارواکي ‌وايي‌ چې د کانګرس پر ودانۍ د مظاهره چیانو د برید پر مهال څلور تنه مړه شوي دي او ۱۴ پولیس ژوبل شوي دي او یو پولیس افسر نن جمعه جنوري ۸ (مرغومي۱۹) مړ شو.

تر دې دمه د کانګرس پر ودانۍ د برید په تور ۵۲ تنه نیول شوي دي.

اغلې شرون وویل: « په دې اړه تېروتنه مه کوئ، دا یو خطرناک وضعیت دی. موږ جدي هڅې کوو چې دا قضیې وڅېړو او هېڅ تېروتنه ونکړو.»

د کانګرس غړو پولیس هم وستایل چې په وخت سره یې د مظاهره کوونکو د مخنیوي لپاره لاس په کار شول، خو دغو غړو د کانګرس د امنیتي‌ تدابیرو په اړه هم د تحقیق غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG