د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان ته مو یو نیم میلیارد ډالر ټول کړي، طالبان: دا مرستې دې زیاتې شي


له افغانستان سره د نړیوالو مرستې
له افغانستان سره د نړیوالو مرستې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د مرستو ټولول ستایلي او هرکلی یې کړی دی.

ملګري ملتونه وايي‌ چې له اړمنو افغانانو سره یې د مرستو لپاره یو نیم میلیارد ډالر ټول کړي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک ویلي دي: «شریکانو مو په ډسمبر کې [۲۰۲۱] اووه میلیون ټڼه غذایي مواد برابر کړل. په ژمي کې د اړمنو لپاره نغدي او د وسایلو مرستېه شته، مرسته کوونکو د بشري مرستو د دوو درخواستونو په ځواب کې یو نیم میلیارده ډالر راټول کړي دي.»

ښاغلي دوچاریک ټېنګار وکړ چې دا پېسې به د طالبانو حکومت ته نه ورکول کېږي بلکې د نړیوالو خیریه ادارو په مټ به په اړمنو افغانانو وېشل کیږي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د دغو هلو ځلو او مرستو ستاینه او هرکلی کړی دی،‌ خو ټېنګار کوي چې دا مرستې باید نورې هم زیاتې شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي دي: «موږ د نړیوالې ټولنې له مرستو او همکاریو مننه کوو او هرکلی یې کوو. غواړو چې دا مرستې نورېهم زیاتېشي ځکه چې د افغانستان خلک همکاریو او کومک ته ډېر ضرورت لري، هم په بشري، هم په روغتیایي او بیلابیلو برخو کې. اړمنو کسانو ته د دې مرستو په رسولو کې هڅه کوو چې شفافیت وي او موږ خپله وظیفه ښه ادا کړو، همدا راز کوم موسسات چې له افغانانو سره مرستې کوي او مرستې ور رسوي هغوی هم له موږ سره په همغږۍ کې دي.»

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د سږکال ژمی به د افغانو لپاره سخت وي. ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان له انساني کړکیچ سره مخ دی او د هغه هیوادتر نیمایي زیاتوګړي د خپلې بقا بشري مرستو ته ضرورت لري.

XS
SM
MD
LG