د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په روغتیایي سیستم د بشري حقونو د څار سازمان اندیښنه


د بشري حقونو د څار سازمان "هیومن رایټ واچ" افغانستان کې د روغتیايي سیستم پر کړکیچن وضعیت اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغه هیواد روغتیايي سیستم د پاشل کیدو له ګواښ سره مخ دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټریشیا ګوسمن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان روغتیایي سیستم د جګړې له اغیزو، د مرستو د نشتوالي او ورسره د کرونا وبا د روانې څپې د ګواښونو سره مخ دی، چې له امله یې د دغه هیواد روغتیايي سیستم باندې فشار ډیر زیات شوی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د دغې چارواکې د څرګندونو په باب د هڅو سره سره امریکاغږ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر ترلاسه نشو کړی.

خو د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو د چارو معین ډاکټر عبدالباري عمر تیره اونۍ کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې د اګست د پنځلسمې د بدلون وروسته د کروناویروس د درملنې د روغتونونو په ګډون د افغانستان د عامې روغتیا سکټور سره د نړیوال بانک په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانو خپلې مرستې بندې کړي دي، خو د دې سره دغه وزارت هڅه کړې چې روغتونونه د ناروغانو پرمخ پرانیستې وساتي.

ډاکټر عمر وویل، چې د تیر رژیم پر مهال د عامې روغتیا سکټور نږدې نوي فیصده په بهرنیو مرستو، چې د نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیايي بانک په ګډون یو شمیر لوی او کوچنۍ مرسته کوونکې ادارې په کې شاملې وې متکي و.

ډاکټر عمر وویل، چې په تیروڅلور نیمو میاشتو کې څلور سوه یو اتیا زره او ۷۴ ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي دي. هغه وویل، چې په تیرو پنځه میاشتو کې میلیونونه کسان روغتونونو او کلینکونو ته تللي او هغوی ته روغتیايي مشورې ورکړل شوي دي.

افغانستان کې اوس مهال درې زره او ۸۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي. افغانستان د عامې روغتیا سکټور سره د اګست د ۱۵ مې ورځې وروسته نړیوالو ادارو خپلې مرستې بندې کړې. اوس د ملګرو ملتونو ځینو ادارو، د دغه سکټور څخه د ملاتړ لپاره بیا مرستې پیل کړي دي، خو لا هم ددغه دهیواد روغتیايي سیستم نړیوالو مرستو د کمښت سره مخ دی.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې افغانستان سره د هند روغتیايي مرستو درییمه جوپه د جمعې په ورځ کابل ته رسیدلې ده. په دې مرستو کې ۶ ټنه روغتیايي توکي شامل دي. هندوستان د دې وړاندې هم په دغه دهیواد کې تولید شوي د کروناویروس ۵۰۰ زره ډوزه واکسین هم افغانستان ته استولی و.

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو ایچ او" ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې ۳۴.۶ ټنه طبي وسایل او درمل په روغتونونو کې بستر ماشومانو د درملنې لپاره د هوا له لارې کابل ته رسولي دي. "ډبلیو ایچ او" د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا درمل او طبي توکي به د درې میاشتو لپاره ۱۵۰ زره ناروغانو ته کفایت وکړي.

XS
SM
MD
LG