د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: د افغانستان د بیا رغونې او نور اهداف د طالبانو د نوي رژیم تر مستقیم تهدید لاندې دي 


وسله وال طالب
وسله وال طالب

سیګار د ۲۰۲۱ د جولاۍ میاشتې څخه نیولې د سپتمبر تر پای پورې په افغانستان کې د یو شمېر مهمو مسائیلو او تحولاتو په اړه راپور خپور کړی دی.

سیګار خپل دا راپور د پجنشنبې په ورځ جنوري شپږمه (مرغومې ۱۶) د امریکا ګانګرس، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او د امریکا د خلکو په ادرس خپور کړی دی.‌

سیګار په خپل راپور کې ویلي دي چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د جوړولو، د حکومتوالۍ د ښه والي، د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو او د مخدره موادو د کر کیلې او قاچاقو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هلو ځلو او هڅو په اړه یې ۱۱ تفتیشونه، ارزونې او نورې څېړنې کړي دي.

وايي د دوی یوې موندنې ښودلې ده چې له طالبانو سره د سولې له خبرو وروسته په افغانستان کې د بیا رغونې لپاره مشخصې تګلارې او پلانونه نه دي‌ جوړ شوي.

سیګار وايي چې د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، په هغه هېواد کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بیارغونې ماموریت او پروژې درېدلې دي، خو له افغانانو سره ځینې بشري مرستې روانې دي.

د سیګار مشر جان سپکو ویلي دي‌ چې اوس هلته افغان امنیتي‌ او دفاعي‌ ځواکونه نشته او د بیا رغونې نور هدفونه لکه د ښځو او نجونو سره مرسته او د قانون د حاکمیت تطبیق د طالبانو د نوي رژیم تر مستقیم تهدید لاندې دي.

نوموړي همدغه راز ویلي دي چې د طالبانو نويو لارښوونو، چې وايي ښځې د کور له نارینه پرته وتلاې نشي، روغتیايي‌ خدمتونو ته یې د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

سیګار د ملګرو ملتونو د نفوس د ادارې په استناد ویلي دي چې په افغانستان کې د مېندو لپاره له عاجل روغتیايي مرستو پرته به ښايي ۵۱۰۰۰ میندې د زېږون پر مهال مړې شي.

د افغانستان د نظام د سقوط عوامل

د سیګار راپور وايي چې د امریکا د حکومت هیڅ یوه تګلاره او اداره د افغانستان د بیا رغونې د ناکامې سبب شوي نه دي، بلکې د راپور په اساس، دا په تېرو دوو لسیزو کې د ناسمو پرېکړو،‌ چې بدې او محسوسې اغیزې یې لرلې، نتیجه وه چې دا حالت راغی.

سیګار په دې اړه د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هغه خبره اخیستې ده چې ویلي وو: « موږ ټولو ته ښکاره ده چې په افغانستان کې جګړه په هغو شرایطو ختمه نشوه چې موږ غوښتل، اوس چې په کابل کې طالبان په واک کې دي.... دا جګړه یوه ستراتیژیکه ناکامي وه.»

سیګار وايي چې د افغانستان « د سقوط زړي د اشرف غني تر فرار او کابل ته د طالبانو تر ننوتلو ښه مخکې کرل شوي» وو. د افغانستان د مخکني حکومت یو شمېر چارواکي وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته د افغانستان د جمهوریت ستنې سستې شوې. وايي له دغه تړون وروسته افغان ځواکونه دغې جګړې ته یوازې پرېښودل شول.

څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت مخکنې سلاکار حمدالله محب هم امریکا غږ ته وویل چې دوی فکر نه کاوه امریکا به له افغانستان څخه داسې وځي.

تر دې مخکې د افغانستان د بیا پخلاینې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې د حکومت او طالبانو ترمنځ فاصلو بین الافغاني مذاکرات ناکام کړل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لاسلیک شو. هغه همدغه راز وویل چې ولسمشر غني نه انګېرله چې ګنې امریکا له افغانستان څخه وځي او په خبره یې همدغه راز د خپلو عسکرو د ظرفیت په اړه یې هم محاسبه ښه نه وه.

ښاغلي خلیلزاد همدغه راز وویل چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو بل دلیل دا و چې په نړۍ کې تغیرات او نوي لومړیتوبونه مخې ته راغلل لکه په اسیا کې د قدرت توازن او په افغانستان د وضعیت بدلون، وايي افغانستان نور د نړۍ لپاره د تروریزم د تهدید مرکز نه و.

هغه افغانستان د نظام د سقوط یو بل مهم دلیل په امریکا باندې د افغان ځواکونو احتمالي‌ اتکا بللې وه.

افغانستان کې د امریکا لګښتونه

راپور وايي چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې ۱۴۶ میلیارد ډالر د افغانستان د بیا رغونې کې لپاره ځانګړي کړي وو او همدغه راز د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو جوړول، روزل او تجهیز ۸۹ میلییارد ډالر تمامېدل.

د سیګار راپور کې په افغانستان کې په روانې جګړې د وژل شویو امریکایانو شمېر هم خپرې شوی دی. وايي د تېرو دوو لسیزو په جګړې کې ۲۴۰۰ امریکايي عسکر او ۱۲۳۳ امریکايي قراردادیان،‌ چې ۴۵ یې امریکایان وو، وژل شوي دي. همدغه راز ۲۱۰۰۰ امريکايي عسکر او ۱۴۲۷ امریکايي قراردادیان ژوبل شوي دي.

د افغانستان په جګړه کې د افغان چارواکو په خبره شاوخوا ۷۰زره افغان امنیتي او دفاعي‌ ځواکونه او لسګونه زره ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

طالبان د اګست په ۱۵ نېنټه کابل ته ننوتل، خو تر دې دمه هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلي.

XS
SM
MD
LG