د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته امادګي وښوده 


له ایران سره په ۲۰۱۵ کې اتومي تړون لاسلیک شو
له ایران سره په ۲۰۱۵ کې اتومي تړون لاسلیک شو

د امریکا متحده ایالتونه وایي‌ چمتو دی چې له ایران سره بیا د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته وروګرځي. دغه تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسله ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس تېره ورځ‌ فبروري ۱۸ ( سلواغه ۳۰) ناوخته وویل چې د امریکا حکومت د امنیت د شورا د پنځو دایمي‌ غړو،‌ جرمني‌ او ایران په غونډه کې د ګډون لپاره د اروپا د استازي بلنه منلې ده. په دغه غونډه کې به د ایران د اتومي پروګرام په اړه په یوې دپلوماتیکې لارې بحث کیږي.

په همدغه ورځ ‌د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له ایران سره د ۲۰۱۵ د اتومي تړون په اړه د برتانیا، فرانسې او جرمني‌ له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړې.

د دغو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې راغلي دي: «که ایران د (اتومي پروګرام په اړه) په خپلو ژمنو جدي‌ عمل وکړي، د امریکا متحده ایالتونه به هم همدا کار وکړي او چمتو دی چې له ایران سره په دې اړه خبرې وکړي.»

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له دغه تړون څخه وتلی و او پر ایران یې نوي بندیزونه هم لګولي وو.

ایران په ۲۰۱۹ کې اعلان وکړ چې اتومي‌ تړون ته ژمن نه دی او په دې وروستیو کې یې دغه کار نور هم چټک کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دغو څلورو هېوادونو له اعلان وروسته وویل چې امریکا باید لومړی ګام واخلي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «اروپايي ټولنه باید پر ایران د مسولیت اچولو او استدلال په ځای، خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او پر ایران باندې د اقتصادي ‌تروریزم د بندولو غوښتنه وکړي.»

د رویټرز خبري اژنس په وینا ښاغلي ظریف ویلي دي که امریکا د دونالډ ټرمپ له لوري ټول لګول شوي‌ محدودیتونه سملاسي لېرې کړي، هغوی به هم پیل شوي «اصلاحي اقدامات» خپل پخواني‌ حالت ته ور وګرځوي.

د امریکا، جرمني‌ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي‌ غړو له یران سره‌ په ۲۰۱۵ کې اتومي تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس ایران باید خپل اتومي پروګرام بند کړي‌ او په بدل کې به یې پر ایران لګول شوي‌ اقتصادي‌ بندیزونه لېرې کیږي.

XS
SM
MD
LG