د امریکا متحده ایالاتونه وايي د یکشنبې د ورځې د هغو پارلماني انتخاباتو نتایج به ونه مني، چې د روسیې تر ولکې لاندې په کریمیا کې کیږي.
د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاند جان کربي په یو بیان کې ویلي"د کریمیا په اړه زموږ دریځ ډیر واضح دی او دغه ټاپو لاهم د اوکراین مهمه برخه ده".
ښاغلي کربي زیاته کړه چې د کریمیا له کبله چې په روسیې باندې کوم بندیزونه لګول شوي، تر هغه به په خپل حال پاتې وي، چې روسېه د کریمیا کنټرول بېرته اوکراین ته سپارلی نه وي.
د اوکرین د بهرینو چارو وزیر پالوکلم کین بیا وویل "دغه انتخابات په مکمله توګه غیر قانوني دي." ښاغلي کین همدغه راز زیاته کړه، چې په سیمه کې په ډېر شمېر کې د روسیې ځواکونو موجودیت هغوی اندېښمن کړي دي.
روسېې په ٢٠١۴ کال د مارچ په میاشتې کې د یو ریفرنډم یا ټولپوښتنې نه ورسته د کریمیا سیمه خپله برخه وګرځوله. هغه مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تقریبا دغه ټولپوښتنه غیر قانوني وبلله.