د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي


دا په شاوخوا دریو اونیو کې دویمه پېښه ده چې په کې امریکايي سرتېري وژل کیږي
دا په شاوخوا دریو اونیو کې دویمه پېښه ده چې په کې امریکايي سرتېري وژل کیږي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې دوه امریکایي سرتيري په یوې پېښې کې وژل شوي دي.

د قاطع ملاتړ ماموریت په یوې اعلامیې کې، چې د چهارشنبې په ورځ (اګست۲۱) خپره شوه، ویلي چې دا دوه سرتیري په یوې پېښې کې وژل شوي دي.

د سرتیرو هویت او د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی نه دي ښودل شوي. په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۴ ته ورسېده.

څو اونۍ مخکې د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې هم په یو برید کې دوه امریکایي سرتېري ووژل شول. هلته یو افغان سرتېري پر امریکايي سرتیرو برید کړی و.

امريکايي عسکرو ته دا تلفات داسې مهال اوړي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون ته چمتو ده.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیرو دیره دي چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي یې او سلا مشورې ورکوي.

په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG