د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو د هوکړې پایلې تر اوسه ناڅرگندې دي - اسپر


د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز
د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز

د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر او لوی درستیز وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې تر اوسه ښه او بدې پایلې درلودلې دي.

ښاغلي اسپر دا هم ویلي دي چې طالبانو تر ډیره د هوکړې موارد په پام کې نیولي دي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلی د چهارشنبې په ورځ (حوت ۱۴) په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو تر برید څو ساعته وروسته د کانګرس د استازو جرگې ته د امریکا-طالبانو د هوکړې په اړه معلومات ورکړل.

د چهارشنبې د ورځې برید د هوکړې تر لاس لیک څخه وروسته پر طالبانو باندې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو لومړنی برید دی چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې وروسته له هغه وشو چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د دفاع وزیر مارک اسپر سناتورانو ته وویل چې پر افغان ځواکونو له برید سره، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په اړه شوې موافقه ماته کړه.

ښاغلی اسپر وايي: "ددغې ډلې (طالبانو) یو موټی ساتل ستونزمن کار دی، فکر کوم د هغوی په منځ کې سخت دریځه او انعطاف لرونکي موجود دي چې په خپل منځ کې هم شخړه لري."

د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز طالبانو سره د لاس لیک شوې هوکړې ننګه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

تردې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې په هلمند ولایت کې پر طالبانو د هوايي برید پیغام دا دی چې په افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو زیاتیدل د منلو وړ نه دي.

ښاغلی اسپر د کانګرس استازو ته د شنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۹) ګډ پریکړه لیک په اړه هم معلومات ورکړل چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه صادر کړ.

د دفاع وزیر وايي: "دا هغه ژمنه ده چې ما د شنبې په ورځ له افغانانو سره وکړه، موږ له افغانانو دفاع کوو".

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاس لیک څخه وروسته، طالبانو رسنیو ته ویلي چې په بهرنیو ځواکونو بریدونه یې درولي دي، خو د تیر په څیر پر افغان ځواکونو به بریدونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG