د لاس رسي وړ اتصالات

د تاوتریخوالي پر ژر کمولو د خلیلزاد ټینګار


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتېدل د امریکا-طالبانو د سولې تړون ته زیان رسوي.

ښاغلي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه (کب ۱۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې ښکېلې خواوې دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

ښاغلي خلیلزاد دا ټینګار په داسې حال کې کړی، چې د تاوتریخوالي د کمي اونۍ له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی.

نوموړي دغه راز ویلي چې د افغانستان-امریکا د گډې اعلامیې او امریکا-طالبانو د سولې تړون په اساس به متحده ایالات د زندانیانو د تبادلې په برخه کې آسانتیاوې رامنځ کړي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې ده چې امریکا به د دواړو خواو ملاتړ وکړي ترڅو د پام وړ بندیان خوشې کړي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره له لیدنو وروسته کړي دي.

هغه ویلي: "موږ باید په ټولو اړخونو کې کار وکړو، ترڅو هغه خنډونه چې د بین‌الافغاني مذاکراتو په لور یې پرمختګ پڅ کړی دی لرې کړو. زه یو ځل بیا له ټولو افغانانو غواړم چې د دې لپاره ودرېږي، هېواد ته لومړیتوب ورکړی او دا تاریخي فُرصت له لاسه ورنکړي".

د ښاغلي خلیلزاد پر وینا، په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره په لیدنه کې د سولې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دواړه خواوې په دې توافق لري چې د امریکا-طالبانو د سولې تړون په افغانستان کې د هراړخیزې سولې لپاره د مناسبې لارې هوارولو لامل شي.

XS
SM
MD
LG