د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې تر هوکړې وروسته پر طالبانو د امریکا لومړنی هوايي برید


په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي، د تاوتریخوالي کمېدو په اړه تر ۱۱ ورځنۍ وقفې وروسته یې نن چهارشنبه په هلمند ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګټ نن چهارشنبه د « کب۱۴مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه هوايي برید په نهرسراج ولسوالۍ کې پر طالبانو باندې شوی دی.

هغه ویلي: "امریکايي ځواکونو د مارچ پر څلورمه د طالبانو پر ضد د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په داسې حال هوايي برید وکړ چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی و، دا د برید د ګډوډلو لپاره دفاعي برید و، دا په تېرو ۱۱ ورځو کې د طالبانو پر وړاندې زموږ لومړنی برید و."

نوموړي زیاته کړې چې دغه برید یې د افغان سرتېرو پر پوستو د طالبانو د برید د ګډوډلو په هدف کړی دی.

هغه په دغه برید کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي لګت ویلي: "طالبانو ژمنه کړې وه چې تاوتریخوالی به کم کړي او بریدونه به نه زیاتوي،موږ پر طالبانو غږ کوو چې غیر ضروري بریدونه ودروي او خپلې ژمنې عملي کړي."

نوموړي زیاته کړې چې نړیوال ځواکونه به د اړتیا پر مهال له خپلو ملګرو «افغان ځواکونو» څخه دفاع کوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند زیاتوي:"وضاحت- موږ سولې ته ژمن یو، بیا هم موږ مسؤلیت لرو چې زموږ د ملګرو څخه دفاع وکړو. افغان او متحده ایالاتو زموږ تړونونه منلي دي."

امریکا او طالبانو په افغانستان کې د سولې راوستلو په هدف د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

وسله والو طالبانو هم تر دا مهاله په هلمند کې د امریکا له لوري د دوی پر جنګیالیو د دغه تازه برید په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې طالبانو ۳۰ بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن چهارشنبه ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۱ افغان سرتیري او څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په دفاعي بریدونو کې هم ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG