د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ملي امنیت مشاور: امریکا به طالبانو ته پېسې ورنکړي 


د امریکا د ملي امنیت مشاور
د امریکا د ملي امنیت مشاور

د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وايي چې متحده ایالتونه په داسې یو درېځ کې نه دی چې د افغانستان د خلکو سره د مرستو لپاره دې مستقیمآ طالبانو ته پېسې ورکړي.

ښاغلي سولیوان له سي ان ان سره په مرکې کې د افغانستان د مرکزي بانک د ګنګل شویو پېسو په اړه وویل تر څو چې طالبان په خپلو کړنو او په ځانګړي ډول د همه شمول حکومت جوړولو په اړه په خپل دریځ کې بدلون را نه وړي، امریکا به د طالبانو حکومت ته پېسې ورنکړي.‌

نوموړي وویل له دې سره سره بیا هم امریکا دا مهال له افغانستان سره په بشري برخه کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.‌ وايي د روان کال په ترڅ کې امریکا د نادولتي نړیوالو سازمانونو له لورې افغانستان سره نږدې نیم میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د مخکني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح هغه پرېکړه ستایلې چې افغان ښوونکو ته د نړیوالو نادولتي ‌سازمانونو له لوري او د طالبانو له مداخلې پرته معاشونه ورکول کیږي.

اخوا د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره په مرستو ټېنګار کړی او ویلي یې دي چې په تازه اقدام کې یې ۷ ټنه روغتیایي لوازم کابل ته استولي دي.‌ دغه سازمان وايي چې په دغو وسایلو کې درمل او نور روغتیايي تجهیزات شامل دي چې د قطر په مرسته افغانستان ته استول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا درمل او وسایل به د افغانستان روغتونونو ته په واک کې ورکړل شي او تر ډېره به د خوارځواکۍ (سو تغذیه) په رنځ‌ اخته ماشومانو درملنه پرې وشي.

XS
SM
MD
LG