د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي افغانانو سره د مرستو لپاره د میاشتې ۲۰۰میلیون ډالر غواړي


افغانستان سره بشري مرستې
افغانستان سره بشري مرستې

د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو اف پي» وايي د دوی پلان دا دی چې د ۲۰۲۱ تر پای پورې ۱۴ میلیون اړمنو افغانانو ته خوراکي مواد او یا نقدي پېسې ورسوي.

د ډبلیو ایف پي د افغانستان د دفتر ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ ته وویل چې دوی تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۱۱ میلیون اړمنو افغانانو ته مرستې رسولي او په پاتې دوو میاشتو کې به هڅه کوي چې درې میلیون نورو اړمنو ته هم دا مرستې ورسوي.

ښاغلي اماني وویل چې د اړمنو خلکو شمېر ته په کتو په ۲۰۲۲ کې، چې دوه میاشتې وروسته پیلیږي، دغه سازمان به لا ډېرو پېسو ته ضرورت ولري.

هغه وویل: «د دې لپاره چې موږ ۱۴ میلیون خلکو ته ورسېږو د کال تر پایه، لا هم ۲۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده او د ۲۰۲۲ لپاره زموږ اړتیا لا زیاتېږي. د هغو نویو شمېرو له مخې چې ۲۲.۸ میلیون خلک د خوړو له پلوه خوندي نه دي او دوی خوراکي توکو ته اړتیا لري، د هرې میاشتې لپاره موږ به د ۲۲۰ میلیون ډالرو په شاوخوا کې مرستو ته اړتیا ولرو.»

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۲.۸ میلیون خلک خوراکي توکو او موادو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه ټېنګار کوي چې د ژمي په پېلېدو سره به دا خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

ډبیلو اف بي وایي چې دوی په ځینو ځایونو کې په اړمنو خلکو نقدې مرستې هم وېشي چې هغوی په خپله خوښه د خپلې اړتیا وړ مواد وپېري. وايي دا کار پخوا هم کېده او اوس هم کېږي، خو ښاغلي اماني د نقدو مرستو اندازه یاده نکړه.

په افغانستان کې د اګست په ۱۵ د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، ټولې بشري او خیریه ادارې له افغانستان څخه ووتلې او هلته یو اقتصادي او بشري کړکیچ پیل شو.

د دې تر څنګ، طالبانو د مخکني حکومت سلګونه زره ښځینه او نارینه کارکوونکي په کورونو کې کېنولي او ډېر خلک ورسره بېکاره شوي دي.

ملګري ملتونه وايي‌ که نړیواله ټولنه له افغانانو سره مرسته ونکړي، دا هېواد به په اقتصادي او بشري لحاظ هم سقوط شي. تر دې دمه د طالبانو حکومت هېڅ یو هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی او نه هم ورسره مخامخ روابط پالي.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونه چې له افغانستان سره تازه مرستې اعلان کړې، ټېنګار یې دا دی چې دا مرستې به د نړیوالو بشري او خیریه سازمانونو له لوري په اړمنو خلکو وېشل کیږي او د طالبانو د حکومت په واک کې به نه ورکول کیږي.

د ځینو نورو شرطونو تر څنګ د ډېرو هېوادونو یو مهم شرط دا دی چې طالبان دې د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره بشري حقونو، نجونو د تعلیم او کار حقونو ته درناوی وکړي، له ترهګرو ډلو او نشه يي توکو د قاچاقو سره کلکه مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG