د لاس رسي وړ اتصالات

د ازبیکستان انتخابات: تمه ده چې میرضیایف بیا انتخابات وګټي 


د ازبیکستان ولسمشرۍ ته کاندیدان
د ازبیکستان ولسمشرۍ ته کاندیدان

په ازبیکستان کې نن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) د جمهوري ریاست اتخابات روان دي او دا چې برحال ولسمشر شوکت میرضیایف کوم جدي سیال نلري او د اصلاحاتو هڅه کوي اټکل کیږي چې د دوهمې دورې لپاره به ولسمشر شي.

میرضیایف پدې ستایل کیږي چې د «نوي ازبیکستان» د جوړولو غږ یې کړی او غواړي د اجباري کار د لسیزو زوړ سیستم پای ته ورسوي او رسنیو ته یو څه ازادي ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې میرضایف په ۲۰۱۶ کې د خپل لارښود د ازبیکستان د دیکاتور اسلام کریموف له مړینې وروسته واک ترلاسه کړ. اسلام کریموف ۲۷ کاله د منځنۍ اسیا پدغه هیواد کې واکمن و.

ازبیکستان چې د افغانستان سره په پوله پروت دی د چین او روسیې په مشارکت تکیه لري او پدې هیواد کې د توریزم د صنعت د پیاوړي کیدو په ګډون د ښاغلي میرضیاف اقتصادي هڅې ستایل کیږي، خو د کروناویروس په وجه د هغه یو شمیر اقتصادي نوښتونه د ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د زیرا په نامه یوه ۵۵ کلنې مېرمنې چې په تاشکند کې یې رایه ورکوله د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې هغه د میرضیایف ملاتړې ده، خو په ګاونډي هیواد افغانستان کې د حالاتو په اړه اندیښمنه ده.

هغې زیاته کړه: «دغه هیواد زه ډیره اندېښمنه کړې یم، اوس چې هغوی [طالبانو] هغه نیولی...ټوله نړۍ خبرداری ورکوي چې هیڅ کوم ښه څیر لاس ته نه راځي. امکان شته چې مونږ دې د هغیو ملګري اوسو؟ زه ډاډمنه نه یم.»

په وچه کې ایسار اوزبیکستان کې چې ۳۴ میلیون وګړي لري اتخابات د سیمې په وخت د سهار په اتو بجو پیل شوي او د شپې تر اتو بجو دوام وکوي.

ازبیکستان چې د لسیزو راهیسې د پخواني دیکتاتور اسلام کریموف د سیاست په نتیجه کې منزوي شوی و د هغه د مطلقه واکمنۍ وروسته د ښاغلي میرضیایف د اصلاحاتو په اړه قضاوت کیږي. هغه هڅه کوي چې ددې هیواد د پنبې په صنعت کې اجباري کار پای ته ورسوي کوم کار چې به د ښوونځیو په زرګونو ماشومانو او د هغوی ښوونکو ترسره کاوه. د ښاغلي میرضیایف دغه هڅه په نړیواله کچه ستایل کیږي.

خو د بشري حقونو د ډلو په وینا په وروستیو دوو کلونو کې د هغه حکومت مخالفین په ځانګړې توګه آنلاین مخالفین ځپلي دي. په ازبیکستان کې د ۲۰۱۶ کال راوروسته د انټرنیټ ازادي پراخه شوې ده.

د ښاغلي میرضیاف یو خپلواک اکاډیمک سیال حیدرنظر الکولوف په هماغه لومړیو کې هغه وخت له ناکامۍ سره مخامخ شو چې ویې نشو کړای خپل ګوند راجستر او بیا ځان کاندید کړي. د بشري حقونو د څار ډلې په روانه میاشت کې وویل چې ازبیک چارواکو د «ښاغلي الکولوف د ګوند پلویان اذیت کړي او د هغوی له لورې د لاس لیکونو د راټولولو په هڅو کې یې مداخله کړې ده».

شوکت میرضیاف پدې ټاکنو کې څلور سیالان لري چې ټول د رژیم ملاتړي دي چې د هغو ګوندونو غړي دي چې په پارلمان کې څوکۍ لري او د رپوټونو له مخې تر ډیره پدې خاطر رامنځته شوي چې د ښاغلي میرضیایف بیا انتخابیدل تضمین شي.

XS
SM
MD
LG