د لاس رسي وړ اتصالات

اوزبیکستان: د قوش تیپې کانال منځنۍ اسیا کې د اوبو تعادل له منځه وړي


قوش تیپې کانال
قوش تیپې کانال

د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د قوش تیپې د کانال په ودانولو باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې دا کانال به په منځنۍ اسیا کې د اوبو په اوسني نظام کې د بدلون سبب شي.

د تاشکند ټایمز انګلیسي ورځپاڼې د راپور له مخې د اوزبیکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۳) د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو پنځمې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په سیمه کې د امو د سیند د اوبو یو بل شریک باڼې هم زیات شوی، چې دغو هیوادونو سره د امو د سیند څخه د اوبو د ګټې اخیستلو په برخه کې هیڅ ډول تعهد نلري.

ښاغلي میرضیایف وویل: "په حقیقت کې په سیمه کې د اوبو د استعمالولو بهیر کې یو بل نوی ګډون کوونکی اضافه شوی دی، چې زمونو د هیوادونو سره په دې برخه کې هیڅ ډول مکلفیت نلري".

ښاغلي میرضیایف په سیمه باندې د قوش تیپې کانال د جوړولو اغیزو په اړه د څیړلو لپاره د یو ګډ کاري ګروپ د جوړولو وړاندیز وکړ او د امو د سیند د اوبو د ویش په اړه یې د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره په ډیالوګ کې د افغانستان د استازي د ګډون د اړتیا یادونه هم وکړه.

د قوش تیپې کانال د بلخ ولایت له کلداري ولسوالۍ څخه د امو سیند اوبه د حیرتان دښتونو ته رسوي او د دولت اباد ولسوالۍ او جوزجان د اقچې ولسوالۍ څخه په تیرېدو د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

دا کانال ۲۸۰ لیکومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره عرض او اته نیم متره ژور والی لري، چې د جوړویدو وروسته به په ثانیه کې د ۶۵۰ مترمعکب اوبو د انتقال ظرفیت ولري.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د تیر۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې ددې کانال د جوړولو کار پرانیستی و او ویلي و، چې دا کانال به د طالبانو د حکومت د بودیجې څخه ۶۰ میلیاردو افغانیو په لګښت په پنځه کلنو کې جوړ شي.

هغه هیله ښودلې وه، چې ددغه کانال د بشپړیدو وروسته به افغانستان د کرهڼیزو محصولاتو د تولید په برخه کې په خپل ځان بسیا شي.

د قوش تیپي د کانال د جوړولو طرحه لومړی د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان په دوره کې شاوخوا ۵۰ کاله دمخه جوړه شوې وه، خو په افغانستان کې د نږدې تیرو شاوخوا څلور نیمو لسیزو جګړو له امله په دغه موده کې ددغه کانال په جوړولو هیڅ کار نه و ترسره شوی.

په افغانستان کې د اوبو د نه مدیریت له امله د امو د سیند سربیره د ډیرو سیندونو اوبه په دغه هیواد کې د کرکیلې او بریښنا د تولید لپاره د کار اخیستلو پرته نورو هیوادونو ته بهیږي.

په وروستیو کلنو کې په افغانستان او ددغه هیواد په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د اوبو زیرمې مخ په کمیدو دي، چې په سیمه کې د اوبو د ویش په باب د نویو بحثونو پیالیدو ته لار پرانیستې ده.

افغانستان د ایران پرته بل هیڅ ګاونډي هیواد سره د اوبو د ویش په اړه کوم تړون نلري.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د اوزبیکستان سره بیره ایران هم د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه په پرله پسې ډول خپلې اندیښنې څرګندې کړي دي.

که څه هم یو ایراني تخنیکي پلاوي د روان کال د اګست په میاشت کې د هلمند د سیند د اوبو د بهیر څخه د لیدنې وروسته دا منلې، چې په دغه سیند کې د سختې وچکالۍ له امله د اوبو کچه کمه شوې خو لا هم دا هیواد د طالبانو څخه غواړي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز کال د شوي تړون له مخې دې ورته د اوبو حق ورکړل شي.

که څه هم د امو د سیند له اوبو څخه په افغانستان کې تراوسه د اوبخور او بریښنا د تولید لپاره هیڅ ډول کار نه دی اخیستل شوی، خو ددغه سیند په اوږدو کې د منځنۍ اسیا درې هیوادونه اوزبیکستان، تاجیکستان او ترکمنستان د دغه سیند له اوبو څخه د بریښنا د تولید سربیره د کرهڼیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم کار اخلي.

افغانستان هرکال ددغو دریو هیوادونو څخه په سلګونو میلیونو ډالرو بریښنا اخلي چې اکثره د امو د سیند پر اوبو د بریښنا د جوړو شویو بندونو څخه تولیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG