د لاس رسي وړ اتصالات

د اتریش برید د داعش د یو ملاتړي کار و – مقامات


د اتریش مقاماتو ویلي چې هغه بریدګر چې د دوشنبې په ورځ ناوخته د نومبر په دوهمه نیټه یې د هغه هیواد په پلازمینه ویانا کې څلور تنه ووژل او ۲۲ تنه نور ټپیان کړل د اسلامي دولت د ډلې (داعش) پلوي و.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر کارل نهامر، د سه شنبې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۳) وویل چې بریدګر په یوه اتوماتیکه وسله سمبال و او جعلي انتحاري واسکټ یې هم په تن کړی و.

ښاغلي نهامر د اتریش خبري اژانس APA ته وویل چې دغه بریدکوونکی تیر کال سوریې ته د سفر کولو او د داعش سره د یوځای کیدو د هڅې په وجه محکوم شوی هم و.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې بریدګر د پولیسو د ډزو په نتیجه کې ووژل شو او پدې پیښه کې د نورو کسانو د ښکیلتیا په هکله پلټنې روانې دي.

هغه وویل: "اوسمهال مونږ دا نشو ردولای چې لا هم ځینې نور بریدګر شته. په همدې دلیل دي چې مونږ د بریدګر د وضعیت او د ټولې ویانا د ارزونې په حال کې یو تر څو ډاډمن شو چې آیا یو بریدګر و او که نور هم شته."

د اتریش پولیسو تر اوسه د ۱۸ عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ددې برید په تړاو نیولي دي.

ښاغلي نهامر وویل چې یوه ښځه او یو زوړ لاروي، یو ځوان لاروی او یو مزدورکار ددې پیښې د وژل شویو کسانو په ډله کې دي او د هغه په وینا د دریو تنو ټپیانو حالت خراب دی.

که څه هم چې پولیسو وروسته د بل کوم بریدګر د شتون احتمال رد کړ، خو بیا هم د ویانا ښار لارې کوڅې د سه شنبې په ورځ په عمومي توګه تشې وې او ډیرې مغازې تړل شوی وې.

XS
SM
MD
LG