د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان مېرمنو سره تاوتریخوالی؛ دریو میاشتو کې ۵۴ ښځې وژل شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۰ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د کابل په ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۱۵۰۰ قضیې ثبت کړي دي.

د یاد وزارت ویاندې رویا دادرس امریکا غږ ته وویل چې له دغو ۱۵۱۸ قضیو له ډلې ۸۰۰ یې مدني قضیې وې چې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

هغې زیاته کړه چې ۴۷۷ قضیو ته حقوقي مشورې ورکړل شوي، ۱۰۲ قضیې د روغې جوړې له لارې حل شوي او په ۱۳۹ قضیو کې له دخیلو کسانو سره وړیا حقوقي مرستې شوې.

د ښځو چارو وزارت ویانده وايي: "د ۱۴۰۰ مالي کال له پیله مو تر اوسه د تاوتریخوالي ۱۵۱۸ قضیې ثتبې کړي دي."

په دې قضیو کې ۳۳ د وژنو، ۲۱ د ځان وژنو، ۵ د جنسي تېري، ۲ د تېزاب څښلو او اور اچولو او ۱۱ نور د ټپي کېدلو قضیې شاملې دي.

د ښځو چارو وزارت وايي چې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړېدو له امله تېرو کلونو ته په کتو ډېر شمېر مېرمنې د تاوتریخوالي قضیو د ثبتولو لپاره حکومت ته راځي.

له بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون که څه هم د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو ګډون ستایي خو وايي چې په ځینو برخو کې لا ډېر کار ته اړتیا شته.

د ښځو په چارو کې د بشري حقونو کمیسیون کمیشنرې شبنم صالحي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "په لرې پرتو سیمو کې په عدلي او قضايي بنسټونو کې ښځینه کدرونه ډېر محدود دي. له بلې خوا په پولیسو کې هم د هغه ډول متخصصې افسرانې چې د یوې پېښې په ځای کې سم کشف وکړای شي لږې دي یا هم په ځینو ولایتونو کې اصلا نشته."

کلیو بانډونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو لږوالی او بېلابېلو ادارو کې د ښځو سره توپیري چلند هغه سرخوږي دي چې د ښځو چارو وزارت په وینا افغان ښځې تر کړیږي.

ومو غوښتل د افغانستان د لویې څاروالۍ نه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو په اړه معلومات واخلو خو د دغه بنسټ ویاند جمشېد رسولي امریکا غږ ته معلومات ورنکړل.

XS
SM
MD
LG