د لاس رسي وړ اتصالات

دیبرا لاینز د امنیت شورا ته: د افغانانو رنځ باید پای ومومي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې نن د مارچ په ۲۳ (وري ۳) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل د افغانستان خلک سوله غواړي او د هغوی وژنې، بې کوري او رنځ باید پای ته ورسیږي.

میرمن دیبرا لاینز وویل په دوحه کې د سولې مذاکرات ورو شوي، افغانانو او نړیوالو شریکانو یې د رښتینو نتیجو د نشتوالي او په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په وجه خپله جدي اندیښنه په ډاګه کړې ده.

هغې وویل چې یو شمیر هیوادونو د مسکو په غونډه کې مثبت رول ولوباوه او د امریکا په غوښتنه د ترکیې مذاکرات د افغانستان د سولې د پرمختګونو څخه یو بل نوښت دی. هغې زیاته کړه چې دغه نوښتونه باید منسجم او متمرکز اوسي او د دوحې د سولې مذاکرات غښتلي کړي، نه دا چې هغه کمزوري کړي.

هغې پر دغو مذاکراتو باندې په ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سولې مذاکرات یو پیچلی بهیر دی او د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د هیواد د راتلونکي نظام په هکله د نظر ژور اختلاف موجود دی.

میرمن لاینز زیاته کړه چې د افغانستان د سولې د بهیر د ټینګښت لپاره باید ښکیل اړخونه باید ماضي ته ونه ګوري او د سولې په هر ډول موافقه کې د ټولو افغانانو نظر او اندیښنې په پام کې ونیسي، نه داچې د څو تنو برجسته اشخاصو.

هغې همداشان په مذاکراتو او د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو په رول باندې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې وویل چې د افغانستان څه دپاسه ۴۰ فیصده وګړي په کړکیچن وضعیت کې ژوند کوي.

آغلي لاینز وویل پداسې حال کې چې د افغانستان خلک د بشري کړکیچ سره مخامخ دي د هغوی د لا ځپل کیدو څخه د مخنیوي لپاره زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

میرمن لاینز وویل چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې راکم شي او د بشري خدمتونو د کارکوونکو لاس رسی باید ټولو ساحو ته پراخ کړای شي. هغې زیاته کړه چې ملګري ملتونه زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري او ټولو غیر انتفاعي سازمانونو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل کار ته دوام ورکړي او د هیڅ اړخ له لورې ونه ګواښل شي.

هغې وویل چې د افغانستان وضعیت پر ټولې نړۍ اغیز کوي.

هغې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ته په اشارې وویل چې یواځې په تیر کال کې دغه کښت ۳۳ فیصده ډیر شوی او ورڅخه تر ډیره د القاعده په څیر ترهګرې ډلې ګټه اخلي.

دیبرا لاینز وویل چې تر اوسه د افغانستان راتلونکې لار څرګنده نده او ټول د یو نامعلوم او ستونزمن زمان پر وړاندې درومي.

XS
SM
MD
LG