د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو میاشتو کې افغان ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوي


تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۸ ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي
تیرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۸ ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل شوي

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ قضیې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د دوشنبې په ورځ جولای ۲۰مه (چنګاښ ۳۰) خبریالانو ته وویل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په هرات، فاریاب، سرپل، ننګرهار، بغلان، تخار، فراه، بلخ، سمنګان، کندهار او بامیان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

اغلې وردګ زیاته کړه: "بادغیس کې دوه د قتل، سرپل کې پنځه د قتل، څلور د شدید ټپي کېدو، درې د ځان‌وژنې او یوه د صحرايي محکمې، پکتیا کې یوه د شدید ټپي کېدو چې یوه سړي د خپلې میرمنې پوزه پرې کړې او نن یې پلاستکي جراحي کېږي، د قتل یوه قضیه په کابل کې، دوه په لوګر کې، یوه د قتل، یوه د ټپي کېدو او دوه قضیې د ځان وژنې په غور کې، دوه د ځان وژنې، دوه د قتل او یوه د ټپي کېدو قضیه په بامیان کې (ثبت شوي دي)".

د هغې پر وینا په دایکندي، هرات، جوزجان او بغلان ولایتونو کې هم د قتل څلور قضیې ثبت شوي دي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونې په برخه کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرسیتالې سینا شنا منصور وویل چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هغې زیاته کړه چې د نوعیت له پلوه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په ځینو برخو کې زیات شوی خو په ځینو مواردو کې په کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیالې وویل: "په ۱۳۹۸ کې مو په افغانستان کې د جنسي تیري ۷۴ قضیې درلودلې، خو په ۱۳۹۹ کې موږ د جنسي تیري ۱۲۱ قضیې ثبت او ورته مو رسیدنه کړې. په ۱۳۹۸ کې ځان‌وژنې ته د اړ ایستلو ۲۱ قضیې وې په داسې حال کې چې په موږ په ۱۳۹۹ کې ۲۰ قضیې درلودې".

خو اغلې منصور زیاته کړه، په روان کال کې د ټپي کېدو هغه پېښې چې له امله یې ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړې کابو دوه برابره زیاتې شوي دي.

د هغې پر وینا په ۱۳۹۸ کې ۴۶ دا ډول پېښې ثبت شوې وې چې به روان کال کې ۸۰ ته لوړې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ مرستیالې دغه راز وویل چې د قرنطین پر مهال د افغانستان د جمهور رئيس د فرمان په اساس ۳۸۵ زندانې ښځې له بنده خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG