د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالانو د افغان رسنیو د ملاتړ لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه


د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریجاد بنت ته په یو لیک کې په دغه هیواد کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ په اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ناوخته اپرېل ۱۱ (وري ۲۲) ویلي چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو لخوا د خبریالانو خپل سرې نیونې زیاتې شوي او په خبره یې دغه کار په یاد هیواد کې د رسنیو پر فعالیت منفي اغېز کړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې طالبانو د بیان د ازادۍ او رسنیو په وړاندې د محدودیتونو په دوام، په وروستیو اونیو کې د افغانستان په داخلي رسنیو کې د امریکا غږ په ګډون د نورو نړیوالو رسنیو خپرونې بندې کړي دي.

یاد سازمان ویلي چې یاد فشارونه او محدودیتونه پر خبري څانګو د وېرې او اندېښنو فضا غوړولې ده: "خپل سرې نیونې زیاتې شوي دي، بېلابیلې انتظامي ادارې خبریالان نیسي له دې ډلې په ځانګړي ډول د [طالبانو] استخبارات کولای شي چې د انځوریزو او غږیزو رسنیو خپرونې تغیر کړي او مستقیم د رسنیو دفترونه ته تللی او خبریالان نیولي شي."

د بې پولې خبریالانو د نړیوال ملاتړ د برخې مسؤل آنتوان برنارد ویلي چې نړیوال وضعیت باید افغانستان ته د توجه اړولو مخه ونه نیسي. هغه زیاته کړې: "موږ د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي رایجارد بنت څخه غواړو چې په افغانستان کې د ازادو خبریالانو په اړه هر اړخیزه ملاتړ راجلب کړي. "

دغه سازمان په کندهار کې د خبریالانو نیولو ته په اشارې ویلي چې په وروستیو اونیو کې طالبانو په دغه ولایت کې څو خبریالان نیولي دي.د بې پولې خبریالانو سازمان همدارنګه ویلي چې طالبانو یوه میاشت مخکې په هرات ولایت کې د نوروز په نوم راډیو خبریال خالد قادري نیولي او تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول کېدل د رسنیو د قانون خلاف بللي او له ملګرو ملتونو څخه یې په لېږلي لیک کې غوښتي چې د دغه سرغړونو مخه باید ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) دوې ورځې مخکې هم د طالبانو لخوا د خبریالانو د خپل سرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي و چې د رسنیو وېرول پای ته ورسوي.

یوناما ویلي و چې د طالبانو له خوا د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکونکو دخپلسرو توقیفونو د کمیدو کومه نښه نه ښکاري او په خبره یې په دغسې مواردو کې توقيف شوي له بهرسره د اړيکې نيولو اجازه نلري.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ازادو خبریالانو ټولنې هم په دغه هیواد کې د رسنیو په وړاندې د محدودیتونو او خبریالانو سره د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یادې ټولنې ویلي و چې د دوی د معلوماتو په اساس په وروستۍ اوو میاشتو کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۱۴ قضیې ثبت شوي دي چې په خبره یې زیاتې د طالبانو لخوا تر سره شوي دي. د طالبانو حکومت تر دا مهاله له خبریالانو سره د زور زیاتي او نیونو په اړه د یوناما د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې ویلي و چې مطبوعات باید د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

XS
SM
MD
LG