د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه له اوږدې کورنۍ جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره تېل صادروي


د سوریې د تیلو صادرات
د سوریې د تیلو صادرات

سوریه وایي چې له کلونو وروسته یې د تېلو لومړۍ جوپه صادره کړې، او دا هېواد له څه باندې یوې لسیزې ویجاړونکي کورنۍ جګړې نه وروسته، د انرژۍ نړیوالو بازارونو ته بېرته راستنیږي.

د سوریې د انرژۍ وزارت د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ چې دوی پرون د دوشنبې په ورځ له طرطوس بندر څخه ۶۰۰،۰۰۰ بېرله خام تېل صادر کړي دي.

دا تېل د یوناني بیرغ لاندې د روانې تېل لېږدونکې بېړۍ "نیسوس کریستیانا" ته پورته کړای شول او د “B Serve Energy” په نوم یوې نړیوالې کمپنۍ ته وپلورل شول.

دغه وزارت د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د "B Serve Energy" اصلي مرکز چېرې دی، سمدستي څه ونه ویل. د یادې کمپنۍ په اړه آنلاین هېڅ معلومات نه دي موندل شوي.

ریاض الجوباسي، چې د سوریې د انرژۍ وزارت د تېلو او ګازو مرستیال مدیر دی، د دوشنبې په ورځ د سوریې دولتي ټلوېزیون ته وویل چې داسې ښکاري دا تېل یونان ته لېږدول کیږي.

د سوریې د انرژۍ وزیر محمد البشیر د ایکس د ټولنیزې شبکې له لارې داسې لیکلي:
"دا تاریخي ګام سوریه بېرته د نړیوالې انرژۍ نقشې ته راولي، او زموږ ژمنتیا څرګندوي چې غواړو د تېلو سکتور بېرته ورغوو او په نړیوالو بازارونو کې خپله ونډه پیاوړې کړو."

سوریه له تېرو څو میاشتو راهیسې د یوه سني اسلامي انتقالي حکومت تر واک لاندې ده.

دا حکومت کله چې د یاغیانو یو ائتلاف یې رهبري کاوه، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په میاشت کې واک ته ورسېد او د اوږدمهاله علوي واکمن بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ.

دا بدلون ۱۴ کاله وروسته له هغې وشو چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، او هېواد یې زیانمن او زیربناوې یې ویجاړې کړې.

متحدو ایالتونو د ۲۰۲۵ کال په جون کې پر سوریې خپل بندیزونه لېرې کړل، څو د نوي حکومت ملاتړ وکړي او له اقتصادي ناورین څخه یې د راوتلو سره مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG