د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې د هوایي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول چې پکې درې ماشومان هم شامل دي.
زیلینسکي وویل چې د کییف په بیلابیلو سیمو کې استوګنځي، دفتري مرکزونه، مدني تاسیسات، او د اوکراین لپاره د اروپايي اتحادیې د استازو د دفتر په ګډون ګڼ شمیر ودانۍ زیانمنې شوې دي.
هغه په ټولنیزه رسنۍ ایکس باندې لیکلي: " په لوي لاس د مدني وګړو وحشیانه وژنه. روسان د جګړې پای ته رسولو لپاره هېڅ نه کوي، یوازې نوې بریدونه ترسره کوي."
زیلینسکي نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې "په کلکه" غبرګون وښيي او د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو او فشار غوښتنه یې وکړه.
د امریکا دوه و مخکښو سناتورانو، جمهوری غوښتونکي سناتور لنډسي ګراهم او دموکراتې سناتورې جین شاهین د روسیې وروستی بریدونه غندلي دي.
شاهین، چې د سنا په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشره ده، په ایکس پاڼې لیکلي: "زه د روسیې د وژونکو بریدونو څخه چې پر ولسي وګړو او په کییف کې د اروپا د اتحادیې د استازیو دفتر پر ودانۍ ترسره شول، حیرانه یم. پوتین هېڅ دلچسپي نلري چې جګړه پای ته ورسوي یا د اوکراین د وګړو کړاوونه کم کړي. دا باید پای ته ورسېږي."
ګراهم، د بریدونو په اړه خپل غبرګون کې وویل: "هند، چین، برازیل او نور هیوادونه چې د کم بیو روسي تیلو په اخیستو د روسیې د جګړې ماشین سره مرسته کوئ، تاسو اوس څنګه احساس کوئ چې ستاسو ددې کار له امله د ماشومانو په شمول بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي؟"
ګراهم، چې په سنا کې د بودیجې د چارو د کمیټې مشر دی، د ایکس پر ټوړلنیزې شبکې کې ولیکل: "هند د پوتین د ملاتړ بیه ورکوي. نورو ته به هم ډیر ژر د دغه لګښت پته لګیږي."
ولسمشر ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اروپايي هیوادونو د مشرانو سره په غونډه کې چې د اګست په ۱۵ او ۱۸ نېټه یې ترسره کړې وې، وویل چې هغه د پوتین او زیلینسکي تر منځ د دوه اړخیزې غونډې د جوړولو په لټه کې دی تر څو جګړه پای ته ورسېږي.
فورم \ دبحث خونه