د امریکا د باندنیو چارو وزارت له اروپايي سیالانو سره د ایران د باندنیو چارو د وزیر، عباس عراقچي، د تماسونو په اړه، چې د "ماشئ میکانیزم" د فعالېدو او د بندیزونو د بیا پلي کېدو په درشل کې ترسره شوي، ټینګار کړی چې که توافق ونه شي، نو ایران به ځوابګوی اوسي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ سره په خبرو کې، له فرانسوي، آلماني، او بریتانیایي سیالانو او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مسؤل سره د ایران د باندنیو چارو د وزیر عباس عراقچي د تماسونو په غبرګون کې ویلي چې: "ایراني مشران باید د ځان ځانۍ او پر سیمې د کنترول دپاره د انحرافي غوښتنو پر ځای د خپل ولس ګټو ته لومړیتوب ورکړي."
یاد چارواکي زیاته کړه: "دا پدې معنی ده چې ایران باید له متحدو ایالتونو سره په مستقیمو او معنی لرونکو مذاکراتو کې برخه واخلي او د نړیوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره همکاري وکړي."
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې واشنګټن له درېیو اروپایي قدرتونو سره نږدې همغږي لري.
هغه زیاته کړه چې، "موږ لا هم هیله مند یو چې له ایران سره داسې توافق ته ورسېږو چې د ایران، منځني ختیځ، او ټوله نړۍ لپاره ګټور وي. خو که موافقه ونشي، ایران سره به، چې په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو سترحکومتي ملاتړ کوونکی دی، حساب او کتاب وشي."
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست لوړپوړو چارواکو د جمعې په ورځ د اګست ۲۲ وویل چې د ایران د باندنیو چارو له وزیر سره یې د اټومي پروګرام او هغو نویو بندیزونو په اړه خبرې کړي چې دا مهال ورته تیاری نیول کیږي چې بیرته به پر ایران وضع شي که چیري دغه هیواد د اګست میاشتې د پای تر مهلت پورې د امریکا او اروپايي هیوادونو سره موافقې ته ونرسېږي.
د فرانسې د باندنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، په خپله ایکس پاڼې کې اعلان وکړ چې د بریتانیې له باندنیو چارو وزیر دیوید لمي، د آلمان له باندنیو چارو وزیر یوهان وادفول، او د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له لوړ پوړې استازې کایا کالاس سره یو ځای د ایران له باندنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، سره یې "یوه مهمه تلیفوني اړیکه" نیولې ده.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول ټینګار وکړ: "موږ لا هم دیپلماسۍ ته ژمن یو، خو وخت ډېر کم دی او ایران باید د ماشه مېکانېزم د فعالېدو د مخنیوي لپاره جدي تعامل وکړي."
فورم \ دبحث خونه