د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ووټل: روسیه او ایران د بیلو اهدافو لپاره په افغانستان کې ښکیل دي


د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف ووټل
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف ووټل

د امریکا د پوځ یو لوړپوړي مقام ویلي چې روسیه د افغانستان د سولې د بهیر د نړیوالو هڅو په وړاندې د "نورو کانالونو" د ایجادولو په لټه کې ده او هڅه کوي چې په افغانستان کې د امریکا له شتون سره سیالي وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف ووټل، د امریکا غږ ته وویل چې په سیمه کې د امریکا بل سیال ایران هڅه کوي چې په دواړو خواو کې –د افغانستان حکومت او د طالبانو ډله– رول ولوبوي.

ښاغلي ووټل ویلي چې روسیه او ایران په مختلفو دلیلونو سره د افغانستان په قضیه کې ښکیل دي.

ښاغلی ووټل وایي چې "فکر کوم هغوی {روسي مقامات} د داسې ستراتیژۍ پیروي کوي چې زمونږ سره په سیالۍ ولاړه ده. هغوی هڅه کوي په هر ممکن ډول په افغانستان، سوریه او یا بل هر ځای کې چې وي خپل نفوذ پراخ کړي."

ددغه لوړپوړي امریکایي پوځي مقام په وینا "غلط اطلاعات" یو له هغو لارو چارو څخه دي چې روسیه ترې د افغانستان، عراق او سوریې په څیر هیوادونو کې کار اخلي او پدې توگه د داعش د ډلې تبلغیات پیاوړي کوي.

ښاغلي ووټل د ٢٠١٧ کال د مارچ د میاشتې په اخرو کې هم ویلي وو چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو څخه ملاتړ کوي چې په یو ډول د افغانستان د حکومت او امریکا رول کمزوری کړي.

جنرال جوزف ووټل، هغه وخت د امریکا د کانگرس د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي وو چې د هغه په باور روسیه هڅه کوي چې په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړي او داسې اټکل کیږي چې مسکو ښایي د طالبانو ډلې ته وسلې او یا نورې مرستې برابرې کړي.

د سمندري قواو په پوهنتون کې استا او د "طالبانو په رویات" کتاب لیکوال توماس جانسن، وایي سره له دې چې امریکایي مقامات په یو ډول په افغانستان کې د مسکو د رول په له مبالغې کار اخیستی، خو روسیه هڅه کوي د افغانستان دننه خپل نفوذ پراخ کړي.

ښاغلی جانسن وایي "دا تصور چې گویا روسي مقامات پر طالبانو باندې اثر لري په مبالغه امیزه توگه مطرح شوی دی.

دغه امریکایي څیړونکی وایي افغانان په کلي توگه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل په یاد لري او روسیې ته لیواله ندي.

هغه د طالبانو په هکله کتاب لیکلی او په افغانستان کې یې وخت تیر کړی دی. هغه پدې باور دی چې ولادیمیر پوتین یو نړیوال لوبغاړی دی او هڅه کوي چې په سیمه او نړۍ کې د امریکا د متحده ایالاتون رول کمزوری کړي.

هغه پدې باور دی چې ښاغلی پوتین نړیوال نظر لري، شطرنج کوي او هڅه کوي چې متحده ایالات په افغانستان کې خپل هیڅ یو هدف ته ونه رسیږي.

خو په واشنگټن ډي سي کې میشت د ملي دفاع د پوهنتون استاد مت ډیرینگ پدې باور دی چې روسیه د طالبانو او د حکومت د مخالفو نورو ډلو نه په ملاتړ غواړي خپلې گټې وساتي.

د روسیې حکومت د طالبانو سره له تماس نه سترگې نه پټوي، خو ادعا کوي چې مسکو هڅه کوي تر څو طالبان د خبرو میز ته وهڅوي.

د ایران رول

جنرال جوزف ووټل ویلي دي، ایران هڅه کړې چې "دواړو دښمنو اړخونو" سره ارتباط وساتي. خو ددغه امریکایي لوړپوړي پوځي په وینا د روسیې برخلاف ایران د خپل ثبات په هکله اندیښمن دی.

ښاغلي ووټل وویل "هغوی {د ایران مشران} مونږ ته کومه لیوالتیا نه لري. خو فکر کوم چې ایران په خپلو ختیځو پولو کې چې د افغانستان لویدیځ دی اندیښنه لري."

XS
SM
MD
LG