د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د بادغیس مرکز له طالبانو څخه پاک شو، تصفیوي عملیات روان دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس مرکز قلعه نو یې له وسله والو طالبانو څخه پاک کړ.

دفاع وزرات نن چهارشنبې جولای اوومه (چنګاښ ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملي اردو سرتیرو د امنیه قوماندانۍ مرکز، د ملي امنیت ریاست او د بادغیس د محبس ودانۍ له طالبانو څخه پاک کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په جګړې کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبان له ښار څخه د تېښتې په حال کې دې او زیاتوي چې د نورو سیمو د پاکولو عملیات هم روان دي.

پخواني معلومات

د بادغیس سیمه ییز چارواکي وایي، د طالبانو لخوا د قادس ولسوالۍ په سقوط سره، جګړه د دغه ولایت مرکز قلعه نو ته رسېدلې او په خبره یې دا مهال درنه جګړه روانه ده.

د بادغیس والي حسام الدین شمس نن چهارشنبه جولای اوومه (چنګاښ ۱۶) امریکا غږ ته وویل: "دښمن د ښار منځ ته داخل شوی، ټولو ولسوالیو سقوط کړی دی."

ښاغلي شمس له رسنیو سره په یو بل شریک کړي ویډیوی پیغام کې هم ویلي: "موږ په قلعه نو ښار کې حضور لرو، د امنیتي برخې یو شمېر مشرتابه په قلعه نو کې حضور لري، غواړم ډاډ درکړم، د ځانګړو قطعو په ګډون زموږ ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه د قعله نو له ښار څخه دفاع کوي، دښمن چې د ښار ځینو برخو کې له موږ سره جګړه کې دی هم ورته مرګ ژوبله اوښتې ده او هم له ماتې سره مخ شوي دی."

د بادغیس والي حسام الدین شمس بیا ویلي چې تیره شپه د دغه ولایت د امنیت د امر، د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه امر، د اب کمري ولسوال او د قلعه نو ښار د لومړۍ حوزې امر وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین بیا پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان سرتیري په قلعه نو ښار او څنډو کې حضور لري او په وینا یې د «دښمن» هر ډول ګواښ ته ځواب وايي.

بلخوا د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح قلعه نو ښار ته د طالبانو له رسېدو سره ویلي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت له رئیس، د ملي اردو لوا له قوماندان او له والي حسام الدین شمس سره یې اړیکه نیولې ده.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا د بادغیس پر مرکز د طالبانو تر برید وروسته برښنا قطعه شوې او ویل کیږي چې له مرکزي زندان څخه ګڼ شمېر بندیان هم تښتېدلي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو رسنیو فعالیت هم بند شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG