د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي په ورستیو نښتو کې ۱۱۱ طالبان وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په لسو ولایتونو کې کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې طالب جنګیالیو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) په یو بیان کې ویلي چې په په دغو نښتو کې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱۱ طالبان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دغه نښتې په میدان وردګ، کندهار، ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب، نیمروز، هلمند، تخار او بدخشان ولایتونو کې شوي دي.

خو دفاع وزارت په دغو نښتو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې طالبان په جګړې د تمرکز له لارې غواړي چې خلک د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړه کړي.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ د جون لسمه (غبرګولي ۲۰) وویل چې طالبان هڅه کوي ځینې سیمې د نیولو په نوم ویجاړوې کړي.

هغه زیاته کړه: "دوی د جګړې د ټولو اصولو په خلاف پر عام ولس او ملکي اهدافو فشارونه واردوي، دا مهال افغان امنیتي سرتیري د نهو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې له دښمن سره په مخامخ جګړه لګیا دي او طالبانو ته د بې‌لاسته راوړنې جګړې لپاره هم د خپلو افرادو هلاکت د سوال وړ خبره نه ده".

طالبانو تراوسه د دغې ډلې جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په عام‌المنفعه تاسیاستو باندې بریدونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG