د لاس رسي وړ اتصالات

د بالامرغاب د جګړې په اړه ضد او نقیض راپورونه


د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، بالامرغاب ولسوالۍ ته کمکي سرتېري رسېدلي او دغه ولسوالي د افغان سرتېرو په کنټرول کې ده.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو تېره ورځ د یادې ولسوالۍ پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړل.

ښاغلي ملکزي د جمعې په ورځ د «غبرګولې پر لسمه» امریکا غږ ته وویل، چې په دغو نښتو کې څلور افغان سرتېري او اوه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه افغان سرتېري ټپيان شوي دي.

خو په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاء اکازي وايي چې په بالامرغاب کې د افغان امنیتي سرتېرو محاصره دوهمې ورځې ته وغځېده.

نوموړي زیاته کړه چې طالبانو له تېرې ورځې راپدیخوا د پراخو بریدونو په پیلولو سره د بالامرغاب ولسوالۍ پر بازار او یو شمېر دولتي ودانیو باندې ولکه ټینګه کړې ده.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو دغه استازي ضیاء اکازي وویل، چې په دغه جګړه کې تر دا مهاله د ملي اردو لس کمانډو سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور سرتېري ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ۲۵۰ نورو افغان سرتېرو شا تګ کړی او د مرغاب سیند بلې غاړې ته اوښتي دي.

د سیمې اوسېدونکي هم وايي، چې د افغان حکومت لخوا بالامرغاب ولسوالۍ ته د اضافي سرتېرو د نه لېږلو له امله دا دوهم ځل دی چې د یوې میاشتې په اوږدو کې دغه سیمه د طالبانو لاسته بیا لوېږي.

د عبدالحمید په نوم د دغه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل، چې د تېرې ورځې راپدېخوا د افغان ځواکونو لخوا پر طالبانو یوه هوايي حمله شوې په ترڅ کې ۸ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي د ولسوالۍ او ملي اردو د کنډک ترمنځ د مرغاب پر سیند جوړ شوی پل تخریب کړي، تر څو په دغه ولسوالۍ کې پاتې سرتېرو ته د کمک رسولو مخه ونیسي.

طالبانو تر دې مخکې هم دغه ولسوالۍ نیولې وه چې وروسته د افغان سرتېرو لخوا تر څو ورځنیو جګړو وروسته بېرته پر شا وتمبول شول.

دا دوهم ځل دی چې طالبان یو ځل بیا پر دغه ولسوالۍ برید کوي.

XS
SM
MD
LG