د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې یو پولیس چارواکی له خپلو کسانو سره طالبانو ته تسلیم شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د غور ولایت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د دویم سمت امر حیات الله عادل له څلورو نورو سرتېرو سره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د غور والي عبدالظاهر فیض زاده په دې اړه نن چهارشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې حیات الله عادل تېره شپه د طالبانو پر وړاندې د جنګېدو لپاره د اهنګرانو سیمې ته تللی و.

هغه زیاتوي چې عادل د خپلو اتو جنګیالیو او دوه موټرو په واسطه ځان سیمې ته رسولی او د یوې لنډې نښتې وروسته له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د غور والي وايي چې د پېښې په اوږدو کې څلور پولیس تښتیدلي چې دوه یې له طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

حیات الله عادل د غور غږ راډیو د وژل شوي خبریال بسم الله عادل ایماق ورور دی چې د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ د ناپېژنده وسله والو له خوا په فیروز کوه ښار کې ووژل شوو.

د رپوتونو پر بنسټ درې میاشتې مخکې هم طالبانو د بسم الله عادل ایماق د ورور په کور برید کړی و چې له امله یې د هغه ورور او دوه ورېرونه وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG