د لاس رسي وړ اتصالات

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مرکز بلې سیمې ته انتقال شو ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کندهار کې د جګړو له شدت سره پر یوه وخت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مرکز له یوې سیمي څخه بلي سیمي ته انتقال شوی.

شاه ولیکوټ د کندهار په شمال ۷۰ کيلیو میترۍ کې د کندهار – اروزګان پر لویه لار پرته ګڼ مېشته ولسوالي ده چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې له شدیدو جګړو سره مخ وه.

د نوموړي ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو په یاده موده کې شپږ موټر بم چاودنې او لويې حملې هم کړي وې.

خو تیره شپه افغان ګډ ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا شوي.

د شاه ولیکوټ ولسوال حاجي ګلبدین نن شنبه جولاۍ درېیمه (چنګاښ ۱۲) امریکا غږ ته وويل: "له ویان څخه د ولسولۍ مرکز و سیدحلیم سیمي ته را لیږدول شوی چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د شاه ولیکوټ ولسوالۍ مرکز و. دلته موږ له پخوا څخه ودانۍ لرلې او اوس ټولي برخي پکې ځای په ځای شوي موږ نن هم پخپله دنده کې یو او رسمیات مخ ته وړو."

بلي خواته د کندهار په لویديځ کې د پنجوايي او ژړۍ ولسواليو په مرکزي برخو کې هم د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وويل چې په یادو دواړه ولسوالیو کې د هوايي او د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور يې ټپیان شوي.

ده وويل: "د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې هوايي ځواک هم ورسره برخه لرل په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کې ۳۷ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور يې ټپیان شوي همدا شان يې شپږ موټر چي وسلې او مهمات يې هم پکښې وو په هوايي بریدونو کې لمنځه وړل شوي."

خو د کندهار یو لوړپوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې جګړه د پنجوايي ولسوالۍ مرکز ته رسیدلې او د معصوم غره په نوم د ملي اردو یوه مرکز تکتیکي شا تګ کړی.

وسله والو طالبانو د کندهار د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG