د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه په هرات او زابل کې له درې ولسوالیو څخه وتلي


د هرات او زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د ملکیانو او نظامیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان ځواکونه د هرات له کشک کهنه او زنده جان او د زابل د شهر صفا له ولسوالیو څخه وتلي دي.

د هرات نظامي شورا په یو بیان کې ویلي چې د قواو د انسجام او ترې د سمې استفادې لپاره افغان ځواکونه بلې سیمې ته لېږدول شوي دي.

په بیان کې دغه راز راغلي چې د شینډنډ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ دفتر په دغې ولسوالۍ کې بلې سیمې ته لېږدول شوی دی.

طالبانو ویلي چې د هرات کشک کهنه او زنده جان ولسوالۍ او د شینډنډ امنیه قوماندانۍ یې نیولي دي.

له دې وړاندې افغان ځواکونو د هرات له اوبې، چشت، غوریانو او فرسي ولسوالیو څخه هم تاکتیکي شاتګ کړی و.

د هرات نظامي شورا ویلي چې د دغه ولایت په پښتون زرغون او شینډنډ ولسواليو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي او همدا شان د سلما بند د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي ځوکونه سیمې ته لیږدول شوي دي.

زابل

د یو بل خبر له مخې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تر درنې جګړې وروسته افغان ځواکونه د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه په شا شوي دي.

د شهرصفا ولسوالۍ په سقوط سره د زابل ټولې ۱۱ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ولویدې.

د شهرصفا ولسوال محمد هاشم ګراني امریکا غږ ته وويل چې له پرون مازیګر راهیسې د ولسوالۍ پر کنډک او مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پيل کړي وو.

هغه زیاته کړه: "موږ د موجودو ګواښونو په اړه له ولایتي مقاماتو څخه د پاملرنې غوښتنه کړې وه خو چا پر وخت مرسته ونکړه، پرون مازیګر پر کنډک په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو برید وکړ چې تر لسو تنو پورې زموږ سرتیري هم وژل شوي او وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې وروسته زموږ قواوې د ولسوالۍ له مرکز او کنډک څخه پر شا شوي چي یو شمېر سرتیري کلات ښار ته رسیدلي او ځيني سرتیري مو کندهار ته رسیدلي".

شهرصفا د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل تر ټولو مهمه ولسوالي بلل کیږي چي د کندهار له دامان ولسوالۍ سره په ګاوند کې پرته ده.

تېره ورځ د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکا غږ ته ويلي و چې د کلات او شهرصفا ولسوالۍ ترمنځ د نویو امنیتي مرکزونو د جوړیدو تیاری نیسي چي له مخي به يې یاده لار امن شي.

بلي خواته د کلات ښار اوسیدونکې وايې چې جګړه د کلات ښار تر څنډو رسیدلې او اوس دا ښار د طالبانو له خوا کلابند شوی دی.

طالبانو رسنیو ته په یو لیږلي بیان کې ویلي چې د دغې ډلې جنګیالیو د زابل د شهرصفا ولسوالۍ نیولې ده.

XS
SM
MD
LG