د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د شهرصفا ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د زابل امنیتي مقامات وايي چې پر شهرصفا ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو لوی برید پر شا تمبولی.

د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) امریکا غږ ته وويل چې په لوړ شمېر کې وسله والو طالبانو تیره شپه ۱۲ بجې د شهرصفا ولسوالۍ پر مرکز او د کلات – شهر صفا ترمنځ پر لویه لار بریدونه پيل کړه چې پوليسو له وړاندي لا ورته چمتو والی در لودی.

هغه زیاته کړه چې د تیري شپې په جګړه کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور يې ټپیان شوي.

نوموړی دغه راز د حکومتي قواوو د تلفاتو په اړه وايي چې په جګړه کې یو پوليس وژل شوي او یو بل تن ټپي دی.

ښاغلي صمیمي وويل: "تیره شپه ۱۲ بجې د شهرصفا پر ولسوالۍ او د لومړۍ نمبر شهرا پر مسیر وسله والو طالبانو چې تعداد يې تر دوه سوه تنو زیات و، ددغو سیمو د سقوط په موخه بریدونه وکړل چې زموږ د مخکنیو استخباراتي معلوماتو له مخې امنیتي قواوو ورته چمتو والی درلود په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر لسو د زیاتو جسدونه يې د جګړې پر میدان موجود دي."

شهرصفا چې د زابل له نسبتاً امن ولسوالیو څخه بلل کیده له تیرو څلور میاشتو راهیسې نا امنه شوې.

دوه ورځې وړاندې د یادي ولسوالۍ د امنیه قوماندان د مرستیال په ګډون یو شپږ پوليس د وسله والو په یو برید کې د ولسوالۍ په یوه مرکزي برخه کې وژل شوي وو.

په ټوله کې د زابل په بېلا بېلو برخو کې د نا امنیو پېښې زیاتي شوي چې د ځايي اوسیدونکو په وینا د ولایت د مرکز کلات ښار امنیت يې تر بل هر وخت له لوی ګواښ سره مخ کړی.

د زابل یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه د کلات ښار د کمر بند پر امنیتي مرکزونو کې هم د وسله والو طالبانو لخوا ډله ییز بریدونه تر سره شوي چې مرګ ژوبله هم لري.

د زابل د تازه نا امنیو په اړه وسله والو طالبانو کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG