د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې په پوځې مرکزونو باندې د طالبانو بریدونه


ارشیف
ارشیف

د زابل سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په هولان رباط کې د سیمه‌يیزې اردو په یو مرکز موټرم برید شوی او ورسره هم‌مهاله وسله والو طالبانو د بهرام چینې، هلال چینې او سرې کلا پر قرارګاوډله ییز بریدونه هم کړي او جګړه لا هم دوام لري.

د زابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکاغږ ته وويل چې سیمې ته تازه دمه سرتیري رسیدلي او د وسله والو بریدونه يې پر شاتمبولي.

هغه زیاته کړه چې لومړی پیشلمۍ مهال دوې بجې وسله والو طالبانو په هولان رباط کې د سیمه‌ییزې اردو پر مرکز د موټر بم برید وکړ چې ورسره سم جګړه هم پيل شوه.

ښاغلي صمیمي وویل: "تیرماښام وسله والو طالبانو د شاه‌جوی په ولسوالۍ کې د محلي اردو پر قرارګاوو باندي بریدونه کړي چي یو يې د موټر بم برید وو په موټر بم برید کې د لومړنیو معلوماتو له مخې زموږ یوتن وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي خو ګډو قواوو د وسله والو بریدونو ته پر وخت جواب ویلي او اوس په سیمه کې جګړه دریدلې".

بلي خواته یو امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې په یاد موټر بم برید کې د هولان رباط د سیمي د محلي اوردو قوماندان رضاخان او ۱۰ تنه سرتیري یې وژل شوي.

سرچیني زیاته کړه چې لاهم د هولان رباط په سره کلا سیمه کې د محلي اردو پر مرکزونو باندې د وسله والو طالبانو ډله‌ييز بریدونه دوام لري.

هولان رباط د کابل – کندهار لويې لارې ته نږدې پرته سیمه ده چې د سیمه ییزو اوسیدونکو په وینا سقوط يې د کابل – کندهار لویه لار هم په بشپړه توګه نا امنه کولای شي.

وسله والو وطالبانو د زابل د جګړې په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG