د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د امریکا او اسین غونډه؛ د برما څوکۍ تشه ده


د امریکا او اسین غونډه
د امریکا او اسین غونډه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) د امریکا او د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو سازمان (اسین) دوه ورځنۍ غونډه په واشنګټن ډي سي کې پیل کړه.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند امریکا غږ ته وویل چې دواړو خواو په دې خبرې توافق وکړ چې په غونډه کې به د برما څوکۍ تشه وي.

یو امریکايي چارواکي‌ ویلي دي چې برما به په غونډه کې«د جدي ارزونې مسئله» وي او تشه اېښودل شوې څوکۍ یې «په هغه څه چې [برما کې] پېښ شوي نارضایتي او د ښه وړاندې تګ لپاره زموږ هیله» منعکس کوي.

په سپینې ماڼۍ کې چارواکي په غوصه دي چې تېرکال اسین د سولې لپاره «د پنځو مادو اجماع» طرحه وړاندې کړه، خو د برما واکمن پوځي حکومت «جنتا» بیا د بشري حقونو څخه سرغړونې ته ادامه ورکړې ده.

متحدو ایالتونو په تبعید کې د میانمار د تش په نامه «ملي وحدت حکومت» سره د نارسمي‌ خبرو د چاینل د پرانیستلو په ګډون د بېلا بېلو وړاندیزونو ننګه کړې. مالیزیا دا پلان مخې ته کړی و چې جنتا رد کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جنګ پاک امریکا غږ ته وویل: «د خشونت زیاتېدو ته په کتو موږ د برما په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ د خپل اسین له ملګرو سره ګډ کار کړی چې یوه لاره ومومو برما بېرته دموکراسۍ ته ور وګرځي. له همدې کبله،‌ موږ د هر وړاندیز هرکلی کوو او له ټولو دخیلو غاړو سره به ګډ کار کول روان ساتو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي به د میانمار دملي وحدت د حکومت له استازو سره ګوري. د برما پوځ په برما کې دموکراتیک حکومت نسکور او واک یې ترلاسه کړ.

د ۱۵۰ میلیون ډالرو ژمنه

د امریکا او اسین د چارواکو غونډه له دغه سازمان سره د واشنګټن د ۱۵۰ میلیون ډالرو د مرستې په ژمنې پیل شوه چې د چارواکو په وینا د دغو هېوادونو د بیخ بنا، امنیت، کرونا وبا سره د مبارزې او په سیمه کې د چین د اغیز کنترولولو په هدف به لګول کېږي.

یو امریکايي مقام وویل چې د دغو مرستو هدف « د واشنګټن او اسین ترمنځ د اړیکو قوي کول، د دغه سازمان د مرکزیت غښتلي کول او زموږ د مشترکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د عمومي ظرفیت پراخول» دي.

چارواکي وايي چې د دغو مرستو ۴۰ میلیون به یې له کاربن څخه د سیمې د پاکولو، ۶۰ میلیون به یې د بحري امنیت او ۱۵ میلیون نور به یې په روغتیا برخو کې لګول کېږي چې د کروناویروس سره مبارزه په کې شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې چین د نومبر په میاشت کې اعلان کړی و چې په را روانو دریو کلونو کې به د اسین هېوادونو د اقتصاد د ژوندی کولو او کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې به ۱.۵ میلیارد ډالر لګوي.

په همدې حال کې د اسین هېوادونو د اقتصادي اړیکو د قوي کولو په برخه کې د امریکا د طرحې په ځنډېدو ناخوښي څرګنده کړې ده.

د چین د نفوذ کنترولولو هڅه

چین، ویتنام، بروني او مالیزیا د چین د جنوبي برخې په اوبو د مالکیت دعوه لري خو بیجینګ دلته لوی نفوذ لري او د مصنوعي جزایرو په رغولو یې هم لاس پورې کړی دی.

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونه به سیمې ته یوه بېړۍ واستوي‌ چې له ماڼوګانو سره مرسته وکړي چې د چین د «ناقانونه کب نیونې» مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ‌خبریالانو ته وویل: «موږ ضرورت لرو چې په جنوب-ختیځې اسیا کې خپله لوبه چټکه کړو. موږ له هېوادونو څخه دا نغواړو چې د چین او امریکا تر منځ دې یو غوره کړي، دا خبره ښکاره وایو چې متحده ایالتونه قوي اړیکې غواړي.»

اخوا د مالیزیا صدراعظم اسماعیل صبري یعقوب وویل چې امریکا باید د اسین په غړو هېوادونو کې د پانګونې او تجارت اجندا تصویب کړي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار ډلې د جنوب ختیځې اسیا په هېوادونو کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د امریکا حکومت په داسې حال کې په دغو هېوادونو کې د دموکراسۍ د بیا ژوندۍ کولو هڅه کوي چې په میانمار کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او په خبره یې ویتنام، لاووس، بروني ‌او کمبودیا دموکرات هېوادونه نه دي.

د امریکا او اسین غونډه به نن جمعه په سپینۍ ماڼۍ کې روانه وي چې ولسمشر جوبایډن، مرستیاله کاملا هریس او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به هم په کې ګډون کوي.

د اسین په سازمان کې بروني، اندونیزیا، سنګاپور، تایلنډ، لاووس، ‌ویتنام، ‌مالیزیا او فلپین هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG