د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ پوځي لګښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي - رپوټ 


د سویډن یو څیړنیز مرکز د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوایي ۴) وویل، په ۲۰۲۲ کال کې په اروپا کې د پوځي لګښتونو په خورا زیات لوړوالي سره د پرله پسې اتم کال لپاره نړیوال پوځي لګښتونه ۲.۲۴ ټریلیون ډالرو ته ورسیدل، چې عمده دلیل یې د روسیې او اوکراین د جګړې لګښتونه دي.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ (SIPRI) په یو وروستي راپور کې ویلي چې په نړیواله کچه حقیقي لګښتونه ۳.۷ فیصده ډیر شوي، خو په اروپا کې نظامي لګښتونه ۱۳ فیصده لوړ شوي - دا په لږترلږه ۳۰ کلونو کې په کال کې ترټولو لوی زیاتوالی دی.

دې انستیتوت ویلي چې اوکراین سره پوځي مرستې او د روسیې له لورې د لوړ ګواښ په اړه اندیښنو "د ډیرو نورو دولتونو د لګښتونو پریکړې په کلکه اغیزمنې کړي دي."

د سویډن د څار دغې خپلواکې ادارې ویلي، تېر کال د وسلو درې لوی مصرف کوونکي امریکا، چین او روسیه وو، چې د دوی ترمنځ د نړۍ ۵۶ سلنه پوځي لګښتونه شوي وو.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ د پوځي لګښتونو او وسلو د تولید د پروګرام یو څیړونکي نان تیان وویل، دا زیاتوالی "د دې نښه ده چې موږ مخ په زیاتیدونکي ناامنه نړۍ کې ژوند کوو."

یو شمیر هیوادونو په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته خپل نظامي لګښتونه په پام وړ کچه زیات کړي، پداسې حال کې چې نورو د یوې لسیزې په موده کې د لګښتونو د کچې د لوړولو پلانونه اعلان کړل. د ګړندۍ زیاتوالي یوه برخه روسیې ته نږدې پرتو هیوادونو کې لیدل شوی؛ فنلنډ ۳۶ سلنه، لیتوانیا ۲۷ سلنه، سویډن۱۲ سلنه او پولنډ ۱۱ سلنه خپل پوځي لګښتونه لوړ کړي.

سویډن او فنلنډ په اوکراین باندې د روسیې د برید په پایله کې د لسیزو پوځي ناپیلتوب وروسته دواړو په ګډه د ۲۰۲۲ کال په می کې د ناټو د غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې فنلنډ ومنل شو، د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنلیک د ترکیې او هنګري د مخالفت له امله په ټپه ولاړه دی.

د سویډن د څیړنیز مرکز د پوځي لګښتونو او وسلو د تولید د پروګرام څیړونکي لورینزو سکارازاتو وویل، "پداسې حال کې چې د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکراین د روسیې پراخ پوځي یرغل واقعا په ۲۰۲۲ کې د پوځي لګښتونو پریکړې اغیزمنې کړې، د روسیې د تیري په اړه اندیښنې اوږمهاله دي."

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ وایي: "د پخواني ختیځ بلاک ډیرو هیوادونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې خپل نظامي لګښتونه دوه چنده کړي دي؛ هغه کال چې روسیې د اوکراین کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه."

روسیې هم خپل پوځي لګښتونه زیات کړي دي. دې انستیتوت وویل ددې هیواد پوځي لګښتونه په ۲۰۲۲ کې د اټکل له مخې ۹.۲ فیصده لوړ شول چې شاوخوا ۸۶.۴ میلیارد ډالرو ته ورسیدل. دا په ۲۰۲۲ کې د روسیې د ناخالص کورني تولید ۴.۱ فیصد سره مساوي دی چې د تیر کال په پرتله ۳.۷ فیصده لوړ شوي.

د سټاکهولم د سولې نړیوال څیړنیز انسټیټیوټ چې په ۱۹۶۶ کې تاسیس شوی، د شخړو، وسلو، د وسلو کنټرول او بې وسلې کولو په اړه څیړنو ته ځانګړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG