د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې اندېښمنونکي نښې وینو


د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشره کرسټین ابيزید 
د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشره کرسټین ابيزید 

د متحدو ایالتونو د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشره کرسټین ابيزید وایي په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګي اندېښمنونکي نښې ویني.

میرمن ابیزید د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) د واشنګټن د انستیتوت په یو بحث کې وویل دوی همدارنګه داسې نښې ویني چې ښایي یاده ډله له خپلې جغرافیا اخوا ولاړه شي.

دغې امریکایي چارواکي څرګنده کړه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې څخه ډیره اندیښمنه ده خو هغې په دې اړه څه ونه ویل چې یاده ډله به په څومره وخت کې له افغانستان څخه بهر د هغوی ګټو ته ګواښ متوجه کړي.

میرمن ابيزید زیاته کړه:"موږ باید د هغو سازمانونو د ګواښونو په اړه چې په بهر کې میشت دي او غواړي په دې هیواد کې د امریکایانو په وړاندې برید وکړي، واقعا هوښیار ووسو."

د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د مبارزې دغې چارواکې خبرداری ورکړ چې د القاعده او اسلامي دولت په شان جهادي ډلې نشي هیریدلی.

بلخوا د متحدو ایالتونو استخباراتي معلومات څرګندوي، د افغانستان په نورو پرخو کې چې د القاعده غړي وو، یا د طالبانو او یا هم د حقاني شبکې په لارښونه څنډې ته شوي دي.

ابيزید زیاته کړه، د هند په وچه کې د القاعده پورې اړونده ډله چې یو وخت فکر کیده په افغانستان کې څو سوه جنګیالي لري خو اوس "لادرکه" شوي دي.

امریکایي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له ګواښونو اندیښنه څرګندوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې په لومړی نیته اعلان وکړ چې د کابل په شیرپور سیمه کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژلی دی.

د امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ملي مرکز مشرې میرمن ابيزید د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیاد د الظهواري ځای ناستی ټاکل شوی که نه وویل، دا هغه پوښتنه ده چې تر اوسه القاعده ورته ځواب ندی ویلی.

الظهواري مخکې له دې چې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شي، د کلونو لپاره پټ ژوند کاوه. القاعده تر اوسه د هغه ځای ناستی ندی ټاکلی.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي سیف العادل چې له دې مخکې د مصر د ځانګړو ځواکونو یو ټیټ رتبه غړی وو اوس د القاعده جګپوړی غړی شوی او ښایي چې د الظهواري ځای ناستی شي.

متحدو ایالتونو د هرو هغو معلوماتو په بدل کې چې د سیف العادل د نیولو لامل شي د لس میلیون ډالرو جایزه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG