د لاس رسي وړ اتصالات

غني له افغان ځواکونو غوښتي چې د لوګر د برید غچ واخلي


تر دا مهاله هېڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی
تر دا مهاله هېڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر د تېرې ورځې موټر بم چاودنه غندلې او هغه یې د وسله والو طالبانو کار بللی دی.

ولسمشر غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د «طالبانو دا بشري جنایت» بې ځوابه پرېنږدي.

ښاغلي غني دغه چاودنه «بشري جنایت» بللی او زیاته کړې ده چې وسله وال طالبان د اوسني کړکېچ د سوله ییز هواري لپاره اراده نلري.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: "طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي."

دغه چاودنه چې تېره ورځ د روژه ماتې پر مهال د لوګر مرکز پل علم کې شوې د چارواکو په وینا ۲۴ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم دغه چاودنه غندلې او هغه یې یوه «وحشیانه» کړنه بللې ده.

عبدالله ویلي په داسې حال کې چې د سولې لپاره کورنۍ او نړیوالې هڅې روانې دي په وینا یې ورته بریدونه د سولې بهیر زیانمنوي.

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح هم دغه برید ته سخت غبرګون ښودلی او تر شا یې د پاکستان لاس بللی، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هغه زیاته کړې چې د دغه برید زیاتره قربانیان د دولسم ټولکي فارغین دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفارت هم دغه برید غندلی او هغه یې د افغانستان لپاره ناورین بللی دی.

اورپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې بې معنا تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي.

تر دا مهاله هېڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی او وسله والو طالبانو هم په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG