د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې


په لوګر کې د سولې ولسي حرکت
په لوګر کې د سولې ولسي حرکت

په لوګر ولایت کې د موټر بمب وروستۍ چاودنې په غبرګون کې د سولې ولسي حرکت اوه ورځنی پرلت پای ته ورسېده.

دغه حرکت افغانستان کې د جګړې ښکېلو خواو څخه د جګړې درولو او سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

د سولې ولسي حرکت یو غړي اقبال خیبر نن شنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) امریکا غږ ته وویل: "لوګر کې د چاودنې پر ځای مو د یوې اونۍ پرلت تېره ورځ پای ته ورسېده. موږ غږ کوو چې له افغانستان نه بهرنیان وځي او نور د افغانانو تر منځ د جګړې دوام لپاره هېڅ شرعي توجیه نشته."

یوه اونۍ مخکې د لوګر مرکز پل علم کې د روژه ماتې پر وخت یو موټر بم برید چاودنه وکړه چې لږ تر لږه ۲۴ تنه ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول.

د رپوټونو پر بنسټ ډېر شمېر وژل شوي کسان محصلین وو.

دغه برید پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول. وسله والو طالبانو د دغه برید رسمي‌ مسولیت نه دی منلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی ځینو مشرانو دا برید او بریدګر یې ستایلي او غیر مستقیم یې مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG