د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: افغانستان د انساني ناورین د مخنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا ده


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام اوس مهال په میاشت کې یوازې درې میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره مرسته کولی شي

د خوړو د نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" د افغانستان د دفتر مشره شا و وې لي وايي، چې په افغانستان کې د ژمي د موسم د پیلیدو دمخه هغو کورنیو سره د مرستو د چمتو کولو لپاره وخت په چټکۍ سره مخ په خلاصیدو دی، چې د مالي منابعو د کمبود له امله دا پروګرام ورسره اوس مهال مرسته نشي کولی او د راروان ژمي په موسم کې به یې د وارو د اورښت له امله د هغوی سیمو له لارې بندې شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر"ډبلیو ایف پي" د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د میرمن شا و وې لي یو لنډ ویډیوي پیغام خپور کړی، چې په کې هغې د لوږې او سخت ژمي له امله د هغو سمیو څخه د کورنیو د کډه کیدو د اړتیا یادونه کړې، چې په ژمي کې به ورته لازمې مرستې ونه رسیږي.

میرمن شا و وې لي ویلي: "ډیر کسان به د سخت ژمي، چې د هغوي ټول کلی د مرستو د ترلاسه کولو له بهیرڅخه د وارو د پریوتو له امله پرې شي خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شي ترټولو زیات چې د ستونزو سره به مخ شي ښځې او ماشومان دي ".

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشره وايي، چې په افغانستان کې د څلویښت کلنو څخه د زیاتې مودې جګړې او ناسم اقتصادي وضعیت او د اقلیم بحران د افغانانو ژوند لا تریخ کړی دی.

هغې ویلي: "د دغې کسیې له سره د لیکلو لپاره لا هم د فرصت یوه کوچنۍ کړکۍ شته دی. ډبلیو ایف پي افغانستان کې ۲۱ میلیونو وګړو لپاره چې نه پوهیږي راتلونکي خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري ".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په تیرو شپیتو کلنو کې، چې په افغانستان کې دا اداره کارکوي په لومړي ځل افغانانو سره د مرستو په برخه کې د ۶۰ فیصده بودیجې کمبود سره مخ شوی دی.

دغې ادارې د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو د کمیدو وروسته د سپټمبر پنځم ( وږي ۱۴) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی، چې له امله یې د هغو افغانانو شمیر نور هم کموي، چې مخکې یې ورسره مرستې کولې.

دغه پروګرام وویل، چې ددې وروسته به دا پروګرام هره میاشت یوازې درې میلیون مرستو ته اړو افغانانو سره مرستې وکړای شي.

ډبلیو ایف پي ویلي: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) اړ دی چې د سپتمبر میاشت کې دوه میلیونه نور له لوږې سره مخ خلک د خوراکي توکو له مرستو له لیست څخه کم کړي، دغه شمٻره د هغو خلکو شمٻر چې سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړ څخه بې برخې کٻږي ۱۰ میلیونو کسانو ته رسوي. د بودیجې د خورا کمښت له امله په راتلونکي کې به د خوړو نړیوال پروګرام وکولای شي چې د میاشتې یوازې درې میلیون کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي."

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، چې د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵ میلیون کسانو له ډلې، چې د لوږې سره مخ دي یوازې د پنځو میلیون سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړای شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې میرمن شاو وې لي په دې اړه وویل چې د لوږې او خوارځواکۍ د اندٻښنې وړ کچې په جریان کې، دوی مکلف دي، چې د وږیو او هغوی چې د لوږې له امله یې ژوند ته ګواښ پېښ دي، ترمنځ یو انتخاب کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د خوراکي توکو په مرستو کې دغه کمښت په دي معنی دی چې ۱،۴ میلیونه نوې میندې او د هغوی ماشومان به نور ونشي کولای چې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه ځانګړي خواړه ترلاسه کړي.

د ډبلیو ایف پي انګیرنه داده چې په راتلونکو میاشتو کې به د تغذیې په مرکزونو کې د ماشومانو بستر کېدو کې چټک زیاتوالی راشي ځکه چې ماشومان په ژوره توګه لوږې ته د لوٻدو په حال کې دي.

ددې دمخه د ملګروملتونود بشري مرستو د همغږۍ دفتر هم د راتلوونکي کال د مارچ تر میاشتې په افغانستان کې د خپلو پروګرامو د دوام لپاره شاوخوا ۵۷۰ میلیونو ډالرو د اړتیا یادونه کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG