د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د مرستو کمیدل؛ 'نړیواله ټولنه دې افغانانو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي'


د ماشومانو د ساتنې اداره (Save The Children) وايي، چې افغانستان کې د بشري مرستو څخه د اړو دوو میلیونو کسانو د حذفولو تر ټولو زیات زیان ماشومانو ته رسیږي او نړیواله ټولنه باید ددغه ناورین مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تیره اونۍ اعلان وکړ، چې د بودیجې د کمښت له امله مرستو ته اړ دوه میلیونه نور افغانان هم د خپلو مرستو د ویشلو له لیست څخه وباسي او دا اداره به ددې وروسته هره میاشت یوازې درې میلیونو کسانو ته د خوړو مرستې برابرې کړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې دا پریکړه د اندیښنې وړ او زیان راوړونکې بللی ده. ددغې ادارې د افغانستان د دفتر مشر ارشاد ملک د چهارشنبې په ورځ سپټمبر شپږم (وږي ۱۵) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو سره په کړو ژمنو دې عمل وکړي.

ښاغلي ملک ویلي، چې په افغانستان کې ماشومان او د هغوی کورنۍ د اوږدې وچکالۍ او اقتصادي بحران وروسته د سقوط په حالت کې دي.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې د رئیس ارشاد ملک په وینا په وروستۍ نظر پوښتنه کې چې په یو شمیر ولایتونو کې ددغې ادارې له خوا ترسره شوې د څلورو برخو درې برخې ماشومانو (۷۶.۱ فیصدو) ویلي چې د تیر ۲۰۲۲ کال په پرتله کم خواړه خوري.

ښاغلي ملک د دغې سروې له مخې ویلي، چې کورنۍ د لوږې سره په مبارزه بوختې دي او زیات شمیر ماشومانو سختو کارونو ته مخه کړې ده.

ښاغلي ملک ویلي: "په داسې حال کې، چې راتلوونکي اونۍ په بروکسل کې نړیوال حکومتونه د افغانستان په اړه خبرې کوي، مونږ له هغوی غواړو چې د افغانستان د خلکو سره په خپلو کړو ژمنو ودریږي".

ارشاد ملک د مرستو له لیست څخه د دوو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو د نومونو ایسته کول "ویرونکي" یاد کړي او ویلي دي، چې دا کار به افغان ماشومان د لا زیاتو ناخوالو سره مخ کړي.

ښاغلي ملک ویلي: "اوس د فاصلې د اخیستلو وخت نه دی. زیاتې بودیجې ته اړتیا ده نه کمې ته. د زیاتو پیسو پرته، د مرستو په برخه کې اقدامات به فلج شي. په دې معنی، چې د وږو، په خوارځواکۍ اخته او ناروغو ماشومانو شمیر زیاتیږي".

د ماشومانو د ساتنې د ادارې د مشر د وینا له مخې افغان ماشومانو ته وخت مخ په پای ته رسیدو دی. د همدې له امله نړیواله ټولنه باید لوږې او فاجعې ته د لا زیاتو ماشومانو د ټیل وهلو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو ایف پي" د سه شنبې په ورځ سټمبر پنځم (وږي ۱۴) په یوه اعلامیه کې وویل، چې د بودیجې د کمښت له امله به ددې وروسته دا پروګرام یوازې درې میلیونو کسانو ته هره میاشت خواړه برابر کړای شي.

ډبلیو ایف پي ویلي: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) اړ دی چې د سپتمبر میاشت کې دوه میلیونه نور له لوږې سره مخ خلک د خوراکي توکو له مرستو څخه کم کړي، دغه شمیره د هغو خلکو شمیر چې سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړ څخه بې برخې کٻږي ۱۰ میلیونو کسانو ته رسوي. د بودیجې د خورا کمښت له امله په راتلونکي کې به د خوړو نړیوال پروګرام وکولای شي چې د میاشتې یوازې درې میلیون کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي."

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو افغانستان سره د مرستو کمیدل په داسې حال کې اعلان کړي، چې د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي وو.

همداشان د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې په روان کال کې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۳.۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده، چې د اګست د روانې میاشتې پورې یوازې یو میلیارد ډالر ورته نړیوالې ټولنې برابر کړي دي او ۲.۴۳ میلیونو ډالرو ته لا هم اړتیا شته دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG