د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان افغانانو ته د روغتیايي مرستو نه برابرولو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی


د روغیتا نړیوال سازمان "ډبلیو ایچ او " افغانستان کې د روغتیا سکټور سره د بودیجې او د منابعو د نه شتون له امله په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند ته د پیښیدونکو ګواښونو په اړه چې له وړاندې د اوږدې جګړې بې ثباتۍ او طبیعي غمیزو ځلي دي خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي.

دغه سازمان ویلي: "د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډیرې زیان لرونکي اوسي".

ډبلیو ایچ او، ویلي، چې د بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي او ۴۵۰ زره ناروغان به د تروما او ژوند د ژغورنې مناسبو خدمتونو ته لاس رسی ونلري.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی، چې که مرستې برابرې شي د پورتنیو شمیرو سربیره ۱.۶ میلیونه کسان به د عصبي او روحي ناروغیو د سلامشورو لپاره خدمتونو ته لاس رسی ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ټیډروس ادهانوم ویلي: "افغانستان کې وضعیت ډیرخواشینونکی دی او د روغتیايي کارکوونکو او روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره د منابعو او بودیجې نشتوالی د بې شمیره خلکو ژوند د ګواښ سره مخ کوي".

هغه زیاته کړې: "ښځې او نجونې له ټولو زیاتې کړیږي. زه باید په مرسته کوونکو باندې غږ وکړم چې سخاوتمندانه مرستې وکړي ترڅو مونږ د ژوند د ژغورلو کار ته دوام ورکړو".

ملګروملتونو د روان ۲۰۲۳ کال په پیل کې افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۲۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، خو مرسته کوونکو ادارو ملګرو ملتونو ته یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالر برابر کړي دي ـ د اګست تر اتمې د ټولو ۳.۲۶ میلیاردو غوښتل شویو پیسو له ۲۵ فیصدو څخه کمې برابرې شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د ۴۰ میلیونو نفوس له دریو څخه دوه برخې وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ډبلیو ایچ او ویلي: "ښځو او نجونو ته زیان رسیدل لا پراخه شوي ځکه چې پر زده کړو او د کار په ځایونو کې پر هغوی د بندیز له امله روغتیايي خدمتونو ته هم د هغوی لاس رسی د ستونزو سره مخ شوی دی".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک ته طالبانو د بیا رسیدلو وروسته طالبانو ښځې او نجونې د زده کړو او کارڅخه منع کړي دي.

طالبانو همداشان د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځو په کار بندیز لګولی چې د ملګرو ملتونو د وینا له مخې مرستو ته اړو خلکو په ځانګړي ډول ښځو ته د مرستو رسولو بهیر په ټول هیواد کې له ستونزو سره شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ادارې د نړیوالې ټولنې څخه د مرستو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" له وړاندې ویلي، چې د بودیجې د کمبود له امله په افغانستان کې ۲۶۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

سره صلیب د مرستو بندیدلو احتمال

همداشان د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې د بودیجوي محدوديتونو له امله ښايي د دې مياشتې تر پايه د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره ددغې کمېټې مالي مرستې بندې شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل: "که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره [د سره صلیب] د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي."

الکانترا وویل: "سور صلیب د اوږدمهاله روغتیایي پاملرنې د ټولو فعالیتونو د دوام ورکولو لپاره اسانتیاوې او سرچینې نلري."

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په اپریل کې اعلان وکړ چې ددې کمیټې مدیره هیت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د ۴۷۵.۳۰ میلیون ډالرو بودیجې کموالی تصویب کړی او په ځینو ځایونو کې یې عملیات ځنډولي دي.

د سره صليب د نړيوالې کميټې وياند وويل: "موږ د هغو مالي ستونزو په اړه چې د سره صليب نړيواله کميټه ورسره مخامخ ده په شفاف ډول د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې کړې دي او هغوی د عامې روغتیا وزارت ته د روغتیایی خدمتونو د بشپړه مسوولیت د راستنيدو څخه خبر دي. "

سره صلیب ویلي دي چې په افغانستان کې به د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ پروګرام په ګډون نور روغتیايي پروګرامونه هم دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګنده نه ده چې د دغو سترو افغان روغتونونو د معاشونو د ورکړې په ګډون چې میلیونونو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده او ایا د طالبانو مقامات به وتوانیږي چې دا بوجه ورکړای شي او که نه؟

دغه روغتونونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا ملاتړ کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په پیل کې ۳۳ روغتونونو سره مرسته کوله، او د شاوخوا ۱۰زره روغتیایی کارکوونکو معاشونه او ځینې طبي تجهیزات یې ورکول. خو اتو روغتونونو ته یې مالي مرستې لا دمخه بندې کړې وې.

دا روغتونونه د ناروغانو لپاره زرګونه بسترونه چمتو کوي او د افغانستان د نفوس له نیمایي برخې څخه زیات شاوخوا ۲۵ میلیون خلک ترې ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG