د لاس رسي وړ اتصالات

بشر پالنې نړیواله ورځ؛ دوه کلنو کې د بشري مرستو ۳۰ کارکوونکي افغانستان کې وژل شوي


د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د بشر پالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري دغه هیواد سره د بشري مرستو سرچینې د وچیدو په حال کې دي.

د "اوچا" د ادارې د افغانستان د چارو سمبالوونکي ډانیل اینډرز د شنبې د ورځې ناوخته د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت اګست ۱۹ (زمري ۲۸) یو ويديوي پیغام کې د بشري مرستو افغان کارکوونکو څخه اړو کسانو ته د مرستو د رسولو له امله مننه کړې ده.

ښاغلي اینډرز ویلي: "مونږ د هغو مرستندویه کارکوونکو د درناوي لپاره یوه شیبه چپ پاتې کیږو، چې د دندې پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی، ټپیان شوي، تښتول شوي اونیول شوي او یا لاهم په بند او توقیف کې دي".

ډانیل اینډرز ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې د بشري مرستو ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

هغه وویل، چې ددغو کارکوونکو زیات شمیر د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ پولیو د پروګرام واکسیناتوران و او یا هم د ماین پاکۍ په پروګرام کې یې کار کوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې " اوچا" دغه چارواکي ویلي، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري مرستو د کارکوونکو لپاره د ننګونو ډک یو هیواد دی.

ښاغلي اینډرز ویلي: "د بشر پالنې ددې نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې همکاران او شریکان د هغو ښځو او نارینه مرستندویه کارکوونکو د درناوي لپاره یو بل ته لاسونه ورکوي چې د نړۍ ترټولو ننګوني چاپیریال کې د ژوند د ژغورلو د مرستو د چمتو کولو لپاره هره ورځ خپل ژوند وقفوي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د چارو سمبالونکي ویلي، چې سږکال د بشر پالنې نړیواله ورځ شل کاله دمخه په بغداد کې په یو هوټل باندې د بم د چاودنې سره هممهاله نمانځل کیږي.

د بغداد د بم په چاودنه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې سرجیو ویرا ملو په ګډون د ملګرو ملتونو ۲۲ تنو لوړ پوړو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ډانیل اینډرز ویلي، چې د بغداد دغه چاودنه په نړۍ کې د بشرپالنې د خدمتونو د بڼې د بدلولو سبب شوه.

ښاغلي اینډرز وویل: " که څه هم نن ورځ په نړۍ کې د بشري مرستو د رسولو کارکوونکي په نړیواله کچه د درناوي څخه برخمن دي، خو مونږ ولیدل، چې د مرستې رسونې کارکوونکي مخ په زیاتیدونکي ډول د بریدونو لاندې راغلي دي".

افغانستان سره د مرستو کمیدل

د اوچا د ادارې د افغانستان د چارو سمبالوونکي ډانیل اینډرز ویلي، چې تیرکال د مرستې رسونې کارکوونکو د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې د ۲۶ میلیونو څخه زیاتو مرستو ته اړو کسانو ته مرستې برابرې کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې که څه هم افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې، خو دغه هیواد سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره سرچینې مخ په وچیدو دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل، دوی به افغانانو سره د مرستې د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه وویل اوس مهال افغانستان کې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د ادارې د چارو سمبالوونکي افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودیجې کمبود یادونه په داسې حال کې کړې، چې دغې ادارې تیره اونۍ وویل، چې ملګري ملتونه په راروان ژمي کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۷۰.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر "اوچا" د راپور له مخې ددغو پیسو شاوخوا ۵۵۸.۴ میلیونه ډالر به د ژمي د موسم د چمتوالي د پروګرامونو په برخو کې په ځانګړي ډول د سرپناه د جوړولو، ګرمو جامو او کمپلو ته ځانګړي شي.

اوچا ویلي: "ددې سربیره ( د بودیجې اړتیا)، ۱۸۹.۷ میلیونه ډالر د خوراکي توکو، معیشیتي او د روغتیا په برخو کې مرستو په ګډون د سرچینو د چمتوالي لپاره، چې د هوا د سړیدو او دمخه چې واورې لارې بندې کړي ورته اړتیا ده".

اوچا ټینګار کړی، چې دا فعالیتونه باید په دریو راتلوونکو میاشتو کې تر سره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي دفتر په ټول افغانستان کې مرستو ته اړو افغانانو سره د مرستې رسولو لپاره هدف د ځانګړو کړنلارو له مخې په لوړه کچه، منځنۍ کچه او کمه کچه د لومړیتوبونو پر اساس درجه بندې کړی دی.

ددغې ادارې شمیرنې ښيي، چې ۱۲۵ ولسوالۍ په لوړه کچه لومړیتوب کې دي او ۲۷۶ نورې ولسوالۍ د منځنۍ کچې لومړیتوب لرونکو ولسوالیو په توګه پیژندل شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې په دغو سیمو کې هر ډول بشري فعالیت ترسره کول د څو اړخیزو زیانونو د مخنیوي سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د وینا پر اساس د لوړې کچې د لومړیتوبونو په سیمو کې مرستو ته اړو خلکو سره مرستې به هغوی ته د مخامخ سختو زیانو مخنیوي کې ډیر زیات اهمیت ولري.

د اوچا د شمیرنو له مخې افغانستان کې په روان کال کې ۲۹.۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ددې ډلې ۲۱.۳ میلیونه کسان د مرستو په پروګرام کې شامل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG