د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له څلورو خوارځواکو ماشومانو څخه دریو ته مرسته نه شو رسولای

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي په افغانستان کې د بودجې د جدي کموالي له امله اړ شوي چې له هر څلورو خوارځواکو ماشومانو څخه درې تنه بې له مرستې مرخص کړي.

د ډبلیو اف پي د افغانستان د دفتر مشر جان ایلیف اسوشیټېډ پرېس ته ویلي:"موږ له ناورینه ډک د تغذیې له یوه بحران سره مخ یو، چې د هیواد دوه پر دریمه برخه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له جدي یا د جدي کچې سره مخ دي."

ایلیف زیاته کړه "دا په هیواد کې د خوارځواکۍ ترټولو لوړه کچه ده، او د څلور میلیون ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی."

د ډبلیو اف پي د معلوماتو له مخې ۴،۷ میلیون کسان د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د حادې لوږې له ګواښ سره مخ دي. ۴،۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري. د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د مرستو د دوام لپاره ۳۸۶ میلیونه امریکايي ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده.

همدارنګه اټکل کېږي چې د هېواد شاوخوا یو پر درېیمه برخه وګړي، یعنې ۱۷،۴میلیون کسان، د خوراک د حاد کمښت سره مخ دي چې له دې جملې څخه ۴،۷ میلیونه کسان د لوږې بیړنۍ کچې ته رسېدلي دي.

ډبلیو اف پي خبرداری ورکوي چې راتلونکی ژمی به د لوږې لپاره د خطر مهم پړاو وي، ځکه له یوې خوا د لوږې کړکیج مخ په ژوریدو دی او له بلې خوا اړمنو ته مرستې مخ په کمیدو دي.

دغه سازمان وايي، په لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د ژمي لپاره کافي چمتووالی نه لري، حال دا چې دا مرستې پخوا د میلیونونو افغانو کورنیو لپاره د ژوند د ژغورنې کرښه وه.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د روان بحران عواملو پرله‌پسې وچکالي، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۵ کال سخته وچکالي ده چې د هېواد تر نیمایي زیاته برخه یې اغېزمنه کړې.

اقتصادي ستونزې او د کار نشتوالی؛ له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه د ۵.۳ میلیون افغانانو جبري ستنېدل؛ په ختیځ او شمال کې وروستۍ زلزلې چې زرګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړې؛ او د بشري مرستو کمېدل.

وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، مستقیمې بهرنۍ مرستې ودرېدې او اقتصاد لا پسې کمزوری شو. اوس د امریکا په ګډون د ځینو تمویلوونکو هېوادونو د مرستو کمېدو، د ډبلیو اف پي د خوړو وېش پروګرامونه هم اغېزمن کړي دي.

ډبلیو اف پي وايي، له ۱۷،۴میلیونه اړمنو کسانو څخه اوس یوازې دوه میلیونو ته مرسته رسولای شي، او حتی هغوی ته هم د خوړو اندازه کمه شوې ده. دغه سازمان تمه لري چې سږ کال به شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې تېر کال مرستې نیمایي ته راکمې شوې وې.

نړیوال تمویلوونکي هېوادونه دا مهال د سوډان قحطۍ او د غزې او اوکراین جګړو په څېر نورو بشري بحرانونو ته هم بودجه ځانګړې کوي، چې له امله یې د افغانستان لپاره سرچینې محدودې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG