د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي


ډبلیو ایف پي مشرې نن افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې په کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې.
ډبلیو ایف پي مشرې نن افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې په کابل کې خبریالانو سره خبرې کولې.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د نړیوالې تولنې د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې او له مرستندویو ادارو څخه یې غوښتي چې په دغه هیواد کې دې د ډبلیو ایف پي د پروګرامو څخه ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام عمومي مشره ایریترین کازین، افغانستان ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو او د مرستندویوادارو له استازو سره له لیدنې وروسته د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د خوړو نړیوال پروګرام د افغانانو لپاره د مرستې برابرولو په برخه کې ډبلیو ایف پي به ددې کال ترپایه ۳.۶ میلیونو افغانانو ته خواړه برابر کړي.

افغانستان ته د خوراک د نړیوالې ادارې د دغې لوړپوړې چارواکې سفر په تیرو دیارلس کلونو کې لومړنی سفر دی.

هغې افغانستان خپل سفر ددې له امله هم مهم وباله چې اوس د افغانستان ترڅنګ د نړۍ په نورو برخو کې هم ستر ناورینونه رامنځ ته شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دغې مشرې وویل، په اوس وخت کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه ۴۰ فیصدو ته رسیږي چې د ټول هیواد د وګړو څه باندې ۱۱.۳ میلیونه برخه جوړوي.

د دغه پروګرام د مسؤولینو پر وینا له دې شمیرې څخه ۳.۶میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

آغلې کازین وویل، چې په تیرو اتو میاشتو کې یې تر ۲میلیونو افغانانو سره د خوراکي موادو او نقدو پیسو مرستې کړې دي.

هغې وویل چې د خوراک نړیواله اداره په افغانستان کې خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

میرمن کازین وویل "زما لویه اندېښنه د مرستو د ترلاسه کولو په وړاندې د پرتو ننګونو په برخه کې ده، په افغانستان کې زموږ له فعالیتونو څخه د نړیوالې ټولنې د مخ ګرځولو او د هغوی د ملاتړ د کمیدو په برخه کې اندیښنه لرو، دا به د هغو کارونو په برخه کې چې ترسره کول یې ضروري دي، زموږ وړتیاوې محدودې کړي".

د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې وویل، د بودیجې کموالي دې ته اړ کړي چې په ښوونځیو کې له زده کوونکو سره خپلې مرستې راکمې کړي، چې له امله یې په ښوونځیو کې د زدکوونکو په ځانګړې توګه د انجونو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

د آغلې کازین پر وینا د بویجې د کموالي سربیره په روان کال کې له پاکستان څخه افغانستان ته په ناڅاپي توګه د زیات شمیر افغان کډوالو راستنېدل هم د هغوی فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي دي.

هغې وویل، د خوراک نړیواله اداره د بودیجې د کموالي له امله یوازې د روانې عیسوي میاشتې ترپایه د ۷۲۰۰۰ راستنیدونکو افغانانو سره مرسته کولی شي.

آغلې کازین وویل "لکه څنګه چې موږ ټول وینو له پاکستان څخه د راستنیدونکو شمیر مخ په زیاتېدو دی، دا شمیر کسان زموږ د مرستې رسونې په پروګرام کې شامل نه وو او موږ کافي مالي سرچینې په واک کې نه لرو چې له دغو راستنېدونکو سره له سپتمبر وروسته مرسته وکړو".

دغه راز، د خوړو د نړیوال پروګرام عمومي مشرۍ وویل، په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو له امله هم د دغې ادارې لس فیصده فعالیتونه ټکني کړي دي.

هغې د بدخشان، هرات، غور، پکتیکا، هلمند او ارزګان ولایتونه هغه سیمې یادې کړې چې د هغوی فعالیتونه په کې د ناامنیو له امله د لنډمهال لپاره ټکنی شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغې لوړپوړې چارواکې وویل، له مرستندیو ادارو سره یې په لیدنه کې له دغه پروګرام څخه پر مالي ملاتړ ټینګار کړی او له هغوی څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د فعالیتونو د دوام لپاره له دغې ادارې څخه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG