د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: اروپايي ټولنې د افغان زده کوونکو د تغذيې لپاره ۱۰میلیونو ایرو مرسته کړې


د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، چې اروپايي ټولنې په ښوونځیو کې نږدې دوو میلیونو نجونو او هلکانو ته د مغذي لرونکو خوړو د برابرولو لپاره دغه پروګرام سره شاوخوا لس میلیون ایرو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ اکتوبر۲۱( تلې ۲۹) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروګرام به په دغو پیسود دوو کلنو لپاره د ننګرهار، نورستان،غور، فراه او جوزجان په ولایتونو کې په ښوونځیو کې ۹۰۰ زره هلکانو او ۸۵۰ زره نجونو مغذي لرونکی سبانهاری برابر کړي.

افغانستان کې د اروپايي تولنې د دفتر شارژدافیرې رافائلا ویلي:" په وږي نس زده کړه سخته ده. افغانستان د ښوونځیو د تغذيي پروګرام په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د حاضرې د شمیر زیاتیدو او زده کړو ته د پام اړولو سره مرسته کوي. د ښوونځیو د تغذیي پروګرام د زده کړو د حاصلولو قابلیت ته وده ورکوي او د ماشومانو د هوساینې سره مرسته کوي."

افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال هیرالډ منهارټ د اروپايي ټولنې ددې نوې مرستې د اعلان په اړه ویلي، چې په افغانستان کې ډیر ماشومان پرته له دې چې سبانهاری وکړي، ښوونځیو ته ځي او دا پروګرام دغسې ماشومانو ته د هغوی لومړني سهارني خواړه برابروي.

ښاغلي منهارټ ویلي:" په ښوونځیو کې ماشومانو ته د خوړو برابرول په افغانستان کې زمونږ د فعالیتونو یوه مهمه برخه ده، چیرته چې ۱۵ میلیونه یا د هیواد د نفوس د دریو څخه یوه برخه وګړي په دې نه پوهیږي، چې بل ځلې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي".

د خوړو نړیوال پروګرام د اوږدو کلنو راهیسې په افغانستان کې په یوشمیر ولایتونو کې په لومړنیو ښوونځيو په ځانګړي ډول د نجونو په ښوونځیو کې ماشومانو ته د سبانهاري د برابرولو پروګرام پرمخ وړی دی. خو ملګرو ملتونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو پر دغه پروګرام هم اغیزه کړې ده.

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې نړۍ ته بیا دا وریاده کړې وه چې د افغانستان د نفوس یوه په درییمه برخه کافي خواړه نلري.

په افغانستان کې بشري سازمانونه وايي، چې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي حالت خراب شوی، بېکاري زیاته شوې او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

په عین وخت کې په تیروڅه باندې دوو کلنو کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نړیوالې ټولنې هم دغه هیواد سره خپلې مرستې ډیرې کمې کړي دي.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې دغه هیواد سره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه په غوښتل شویو پیسو کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات کموالی راولي، خو اوس هم ملګري ملتونه وايي، چې دا اداره د بودیجې د کمې سره مخ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG