د لاس رسي وړ اتصالات

مرسي کور: تیرې اوونۍ زلزلو وروسته افغانستان د نړۍ له پامه غورځولو ګواښ سره مخ دی


د مرسي کور نړیوالې غیر دولتي موسسې اندیښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د تیرې اونۍ د بې ساریو زلزلو وروسته چې زرګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو سربیره يې ډیر کلي وران کړل، دا هیواد د نړۍ له پامه غورځولو له ګواښ سره مخ دی.

مرسي کور غیر دولتي موسسې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۸( تلې ۲۶) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغو زلزلو له امله په زرګونو کسان خیمو کې ژوند تیرولو ته اړ شوي او اوس هغوی د سرپناه اود اوبو د کمښت د ستونزو سره مخ دي.

د مرسي کور موسسې د افغانستان د دفتر مشر ډاین کوري ویلي:" په لسګونو زره کسان چې اوس تر خیمو لاندې ژوند کوي، خپلو کورونو ته د ستنیدلو څخه ډیره اندیښنه لري. د هغو کسانو شمیر چې بشري مرستو ته اړتیا لري د اټکل له مخې شاوخوا ۵۰ زرو کسانو ته رسیږي."

د مرسي کور دفتر رئیس ویلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ اکتوبر اوومه ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې لومړۍ زلزلې کې د مړو شویو کسانوتر ۹۰ فیصدو پورې ښځې او ماشومان وو.

دغې موسسې ویلي، هغوی چې په زلزله کې بچ پاتې شوي اوس کورونو ته اړتیا لري.

ښاغلي ډاین کوري ویلي:" دا لازمه ده، چې نړیواله ټولنه دغه بحران ته خپل پام راواړوي او ورته بودیجه برابره کړي. تراوسه چې د کوم ملاتړ د برابرولو ژمنې شوې د اوږدې مودې د ځواب ویلو او د حالت د ښه کیدواو هم د راتلوونکو ټکانونو د چمتو والي لپاره د ګواښونو د کمیدو د هڅو په برخه کې کافي نه دی."

هغه زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د هرات په ولایت کې په داسې یو بیړني حالت کې زلزله ځپلو ته شا را ونه اړوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې په ورځ اکتوبر اوومه ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې لومړۍ زلزلې وروسته په همدې کچه دوه نورې زلزلې هم شوي، چې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه یې ولړزول، خو دغو زلزلو زیاته مرګ ژوبله د هرات ولایت په پنځه ولسوالیوپه ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې اړولې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د پنجشنبې د ورځې د سهار په ۷:۱۹ دقیقو د اکتوبر ۱۹ ( تلې ۲۷) د ریښتر په کچه د ۴.۱ درجې زلزلې یو ځل بیا د هرات ولایت ډیرې برخې لړزولي دي.

تراوسه په نننۍ زلزله کې د پیښو شویو احتمالي تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په یو وروستي راپور کې ویلي، چې اوس په دغه ولایت کې د زلزله ځپلو کسانو شمیر ۴۳ زره او ۳۹۵ تنو ته رسیدلی دی.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې تراوسه د زلزله ځپلو کورنیو له ډلې یو زر او ۷۱۵ کورنیو ته یې خوراکي توکي برابر شوي دي.

همداشان دغې ادارې ویلي، چې ۱۸ زره او ۹۶۰ کسانو ته لومړیني روغتیايي خدمتونه برابر شوي او د دوه زره ۸۴۰ کورنیو سره د بیړنۍ مرستې شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان د سټلایټ په واسطه د اخیستل شویو تصویرونو د چټکې ارزونې پر اساس ویلي، چې د تیرې اونۍ په زلزلو کې ۲۱ زره او ۱۸۲ ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

په افغانستان کې د طالبان د حکومت مقامات وايي، ‌چې د هرات په زلزلې کې له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶( تلې۲۴) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو وروستي راپور له مخې ویلي، چې په دغو زلزلو کې یو زر او ۴۸۰ تنه مړه شوي او یو زر ۹۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

په هرات کې له پر له ‌پسې زلزلو نږدې دوو اونیو تر تېرېدو وروسته، لا هم د دغه ولایت کې زیات شمیر اوسېدونکي د احتمالي زلزلو د پیښیدو د اندیښنو له امله د واټونو پر سر او پارکونو کې په کوچنیو خیمو کې ورځې شپې سبا کوي.

هرات زلزله ځپلو ته د تاجیکستان مرستې

د هرات ولایت زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې تاجیکستان هم ددغه هیواد د جمهور رئیس امام علي رحمان په امر، درې زره ۲۵۰ ټنه توکي د کندز د شیرخان بندر له لارې افغانستان ته استولي دي.

په تاجیکستان کې د افغانستان سفارت چې لا هم د پخواني جمهوري رژیم د ګمارل شوي سفیر له خوا اداره کېږي ویلي، چې په دغه مرسته کې د ژمي تاوده جام،۲۰۰ ټنه د غنمو اوړه،۵۰ ټنه بوره، ۲۰۰ ټنه غوړي، ۲۰ ټنه وریژې او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.

په دوشنبه کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر د افغانستان د خلکو په استازیتوب د تاجیکستان څخه ددغې بشري مرستو د استولو له امله مننه کړې ده.

تاجیکستان د افغانستان په شپږو ګاونډیوهیوادونو کې یوازینی هیواد دی، چې د طالبانو حکومت سره د نورو پنځه ګاونډیو پرتله ښې اړیکې نلري.

که څه هم د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټینګې دي خو په کابل کې د تاجیکستان سفارت لا هم تړلی دی.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" په یو راپور کې د ژمي د موسم نږدې کیدو ته په اشارې ویلي، چې زلزله ځپلو کورنیو سره د ژمي دمخه مرستې د وخت پر وړاندې د ځغاستې یوحالت منعکس کوي.

اوچا ویلي، چې د شپې له خوا د حرارت درجه له وړاندې ټیټه شوې ده. دغې ادارې ویلي، چې د هغو کسانو سربیره چې په وروستیو زلزلو کې یې کورونه ویجاړ شوي د هرات ښار زیات شمیر اوسیدونکي هم د نورو زلزلو د پیښیدو د اندیښنو له امله له خپلو کورونو بهر ویده کیږي.

اوچا په دې راپور کې ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو ایف پي) د اکتوبر اوومه(تلې ۱۵) راهیسې تراوسه په زلزله ځپلو سیمو کې ۵۲۰ ټنه خوراکي توکي ویشلي دي.

د روغتیا په سکټور کې شاملو موسسو زلزله ځپلو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

همداشان د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او ام) او د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي‌ ار) او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم د خیمو په ګډون ضروري توکي زلزله ځپلو ته ویشلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG