د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هرات زلزله ځپلو سره د ۱۲ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د هرات ولایت زلزله ځپلو سره په عاجل ډول ددغه هیواد د ۱۲ میلیونو ډالرو بشري مرستو د برابرولو خبر ورکړی دی.

توماس ویسټ د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ ( تلې ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د زلزله ځپلو د عاجلو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره دا برابرې شوې پیسې به زلزله ځپلو ته د خوړو، د څښلو پاکو اوبو او سرپناه په برابرولو مصرف شي.

ښاغلي ویسټ لیکلي: "په زلزله کې د انساني تلفاتو په ویر کې مونږ شریک یو او په کلکه د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ یو په داسې حال کې چې هغوی د بحرانونو څخه راوځي".

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې لومړۍ د شنبې په ورځ اکتوبر اووم ( تلې ۱۵) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، فراه او بادغیس ولایتونه ولړزول، چې زیاته مرګ ژوبله یې د هرات ولایت په څلورو ولسوالیو په ځانګړي ډول د زنده جان په ولسوالۍ کې واړوله.

همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان په لویدیځ کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده، چې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې له امله یې درې تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې (USIAD) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۲ میلیونو ډالرو دا مرسته به د اکتوبر د اومې ورځې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې او د اکتوبر په ۱۱ ورځ د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې څخه زیانمنو شویو کسانو ته د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په مصرف ورسیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې (USIAD) په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ویلي، چې د دغې ویجاړونکې زلزلې له امله لږ ترلږه ۱۲۹۵ کسان مړه شوي او لږترلږه ۱۸۰۰ نور کسان ټپیان شوي، چې د دغه هیواد روان بشري بحران په ترکیب کې زیاتوالی راوستی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې ویلي، چې د زلزلې سمدستي وروسته ددغې ادارې بشري مرستو همکارانو په بیړني ډول د پیښ شوي زیان ارزونه وکړه او په بیړني ډول یې د روغتیايي خدمتونو په ګډون زلزله ځپلو ته مرستې برابرې کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې په دغه اعلامیه کې ویلي، چې دا نوې اعلان شوې مرسته به د دغې ادارې همکار سازمان د مهاجرت نړیوالې ادارې (IOM) ته زلزله ځپلو سره د سرپناه د موادو، پخلي، د اوبو لپاره د توکو، کمپلو، لباس او د هغوی د اړتیا وړ نورو موادو په برابرولو کې مرسته وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د زلزلې پر مهال په زلزله ځپلو سیمو کې کورنیو د اوبو څخه د زیږیدلو ناروغیو څخه له وړاندې د حاد اسهال پیښې تجربه کړي دي. ددې سربیره د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې ددې مرستې هدف د نورو ناروغیو د خپریدو مخنیوی دی، چې د څښلو پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله زیاتې شوي دي".

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې (USIAD) په دغه اعلامیه کې ویلي، چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیمايي وروسته افغانانو ته د دوه میلیاردو ډالرو بشري مرستې برابرې کړي دي، چې په دې مرستو کې د ۱.۴۶ میلیاردو څخه زیاتې مرستې ددغې ادارې له خوا شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې د ناورین پر وړاندې د مرستې ټيم په سیمه کې د زلزلې پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د غبرګون د همغږي کولو او ددغې ادارې همکارو موسسو ملاتړ لپاره هڅو ته دوام ورکوي ترڅو د بشري مرستو د ښځینه کارکوونکو په ګډون دا ډاډ ترلاسه شي، چې د ښځو او نجونو په ګډون دا مرستې تر ټولو زیات مرستو ته اړو کسانو ته ورسول شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوال انکشاف ادارې ویلي، چې د افغانانو د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره به دا اداره له افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو سربیره اروپايي ټولنې، ترکیې، ایران، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان هم د افغاني سرې میاشتې د ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د هرات ولایت زلزله ځپلو سره تراوسه مرستې کړي دي. همداشان د سره صلیب او د سره صلیب فدراسیون هم د هرات ولایت زلزله ځپلو سره مرستې کړي دي.

د مرستې رسونې بهیر کې ځنډ

د هرات ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې د پنجشنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۲ ( تلې ۲۰) د ګرد او باد یو توپان د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې رسولو بهیر د یوڅه وخت لپاره له ځنډ سره مخ کړی و.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جمعې په ورځ په خپله پاڼه لیکلي، چې ددغه توپان له امله په زلزله ځپلو سیمو کې د زلزله ځپلو سره د روغتیايي او نورو مرستو لپاره لګول شوې خیمې هم نړولې دي.

سرې میاشتې ویلي: "د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې له پرون ورځې د پیل شوي سخت توپان له امله د افغاني سرې میاشتې ټول بشري خدمات په ټپه دریدلي او د افغاني سرې میاشتې له خوا د ژغورنې، روغتیاپالو او بې سرپناه وګړو د هستوګنې لپاره د جوړو شویو کمپونو خیمې نسکورې شوي دي".

د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې ددغه توپان له امله یې ۲۵۶ کورنۍ د نایب رفیع د کمپ له سیمې د باباجي کمپ ته انتقال کړي دي.

خو د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي امریکا غږ ته وویل، چې توپان تیره شپه دریدلی او نن د جمعې په ورځ هرات ولایت کې کومه جوي ستونزه نشته دی.

ښاغلي متقي وویل، چې د مرستې رسونې بهیر د پخوا په څیر دوام لري. هغه وویل، چې د تیرې ورځې توپان په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستې رسونې د چارو لپاره لګول شوې ځینې خیمې نړولې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG