د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: امریکا ثابته کړه چې افغانستان د ترهګرو 'خوندي پټنځای ندی'


د سپینې ماڼۍ چارواکو د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمري ۱۱) وویل د ډرون هغه برید چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، ښکاره کوي چې افغانستان د القاعده د ترهګرې شبکې لپاره "خوندي پټنځای ندی" او نه به هم په راتلونکې کې وي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل ظواهري امریکایي اتباعو، د امریکا ګټو او امنیت ته تهدید ګڼل کیده:" لکه څنګه چې جمهور رئیس بایډن په متداوم شکل ویلي، موږ به اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي کوم چې ممکن امریکایانو او هیواد ته زیان ورسوي."

ښاغلي کربي څرګنده کړه، امریکا خپل تعهد پرځای کړ او وروستی اقدام ددې ښکارندويي کوي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکایي عسکرو له شتون او د زیان رامنځ ته کوونکو لارو پرته کولی شي حتي د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر پیدا او له منځه یوسي.

دغه امریکایي چارواکي وویل ، هغوی یو کال مخکې له لیرې څخه د ترهګرۍ ضد قابلیتونو د شتون خبره کړې وه او وروستی برید ددې قابلیت غوره او ښکاره مثال دی.

جان کربي زیاته کړه، طالبان اوس یو نوی انتخاب لري او هغه دا چې آیا کولی شي د دوحې د قرار داد پر اساس په خپلو تعهداتو عمل وکړي، او که متفاوته لار انتخابوي، که هغوی بله لار غوره کوي، دا به نه یوازې د متحدو ایالتونو بلکې د نړیوالې ټولنې عواقب ځانه سره ولري.

کربي وویل:" دا یوه ډله ده چې وایي غواړي حکومتولي وکړي او مشروعیت غواړي، هغوی مالي ملاتړ غواړي، هغوی نړیوال ملاتړ غواړي. بنا که دا ریښتیا ده نو هیلې دادې چې هغوی ددغو اهدافو سره په مطابقت کې عمل وکړي. ښاغلي ظواهري او د هغه کورنۍ ته پناه او په کابل کې د هغوی د شتون لپاره نیت او هغوی ته د ژوند کولو اجازه او بیا د هغوی د شتون د پټولو هڅه. دا له هغو اهدافو سره په ټکر کې معلومیږي."

بلخوا د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي دي هغه کور چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی، د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یو نږدې همکار وو.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د دوشنبې په ورځ اګست لومړۍ نیته اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په پلازمینه کابل کې د امریکایي ځواکونو په یو هوایي برید کې ووژل شو.

ددغو ځانګړو عملیاتو جزیات چې پکې د القاعده شبکې مشر ووژل شو، د خپریدو په حال کې دي. د جمهور رئیس بایډن حکومت همدارنګه د القاعده په اړه داسې شواهد افشا کړي چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له برید وروسته، یو ځل بیا یادې ډلې ته پټنځای برابر کړی دی.

XS
SM
MD
LG