د لاس رسي وړ اتصالات

د پښو د بد بوي لامل څه دی او څه چاره لري؟


د پښو بوي یوه عامه طبي ستونزه ده چې د پښو د ډیر خوله کیدو د پښو د پوستکي په سطح کې د بکتیریا د ډیریدو له امله رامنځ ته کیږي
د پښو بوي یوه عامه طبي ستونزه ده چې د پښو د ډیر خوله کیدو د پښو د پوستکي په سطح کې د بکتیریا د ډیریدو له امله رامنځ ته کیږي

د پښو بد بوی، چې په طبي اصطلاح کې ورته بروموډوسیس ویل کیږي، د ځینو خلکو لپاره ستونزه ده چې ممکن نورو خلکو ته ځوروونکی وي.

بروموډوسیس، یوه ډیره عامه طبي ستونزه ده چې د پښو د ډیر خوله کیدو او په پای کې د پښو د پوستکي په سطح کې د بکتیریا د ډیریدو له امله رامنځ ته کیږي. ځینې باکتریاوې په طبیعي ډول د پښو د پوستکي په سطحه کې شته، او دا چې پښه د بدن د هرې برخې په پرتله ډیره خوله کیږي، نو د پښو د خولې سره د دې بکتیریا ترکیب د بد بوی او تعفن لامل کیږي.

همدارنګه، ځینې فنګسي انتانات د پښو د بد بوی لامل کیږي، چې د ورزشکارانو په منځ کې ډیر عام دی او د "د لوبغاړو د پښو" په نوم هم پیژندل کیږي.

د هر انسان پښه خوله کوي، خو اکثره د تنکي ځوانانو او میندواره میرمنو پښې د دوی په بدن کې د لوړو هورموني فعالیتونو له امله خوله کوي. همدارنګه، د هغو کسانو چې د اوږدې مودې دریږي او د ورزشکارانو پښې د نورو په پرتله ډیرې خولې کوي.

د بل هر عامل په پرتله، د حفظ الصحې نه مراعات کول، په ځانګړې توګه په منظمه توګه د پښو نه مینځل او په مکرر ډول د جرابو نه بدلول د پښو د بد بوی لامل کیږي.

خو ښه خبر دا دی چې د بروموډوسیس درملنه خورا ساده، چټکه او ارزانه او په یو څه ساده پاملرنې سره کیدی شي.

لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل په صابون او نرم برش سره خپلې پښې وینځل د دې ستونزې په حل کې مرسته کوي. ښه دا ده چې دا کار هره ورځ د حمام کولو پرمهال وکړئ او لږ وخت پرې مصرف کړئ. د پښو د ګوتو د منځ مینځلو ته باید پاملرنه وشي، ځکه چې د بکتیریا د ودې لپاره مناسب ځای دی.

د پښو د نوکانو غوڅږل د پښو د بوی د مخنیوي بله لاره ده. د نوکانو لاندې برخه هم د باکتریا د ودې لپاره مناسب ځای دی او تاسو باید تل ډاډ ترلاسه کړئ چې دا ساحه پاکه وساتئ.

د پښو د تلیو مړه او وچ شوي انساج هم باید په پرله پسې بڼه لرې او ومینځل شي. کله چې پښې خوله کوي، دا نسجونه نرمیږي او د باکتریا د ژوند کولو او ودې لپاره ښه چاپیریال چمتو کوي.

هره ورځ باید پاکې او مینځل شوې جرابې پر پښو شي، او که د چاپیریال ګرمۍ، سپورت یا نور فعالیتونه د پښو د زیاتو خولې کیدو سبب شي، تاسو باید په ورځ کې له یو ځل څخه زیات جرابې بدلې کړئ او پاکې او وچې جرابې واغوندئ. غوره ده چې د لندبل د جذب کولو وړ او نخي جرابې واغوندئ.

د دوه جوړو بوټانو درلودل، چې هر یو یې یوه ورځ ترمنځ واغوستل شي، د پښو د بوی د مخنیوي لپاره یو بل اقدام دی. یوه ورځ وقفه پوره وقفه ده هغه بوټ چې تیره ورځ اغوستل شوی و او د پښو د خولې له امله مرطوب شوی و، په بشپړه توګه وچ شي او په کې د میکروبونو د ودې مخه ونیول شي.

په ګرم موسم کې، دا غوره ده چې څپلۍ او سوري لرونکي بوټان په پښو شي، چې د پښو جلد وچ وساتل شي.

که امکان ولري، کور دنننه ښایي پښې لوڅې وي چې د زیات خولې کیدو مخه یې ونیول شي او د پوستکي په سطحه د بکتیریا د وده چاپیریال له منځه ولاړ شي. د تنګو او هغو بوټانو له اغوستلو څخه د امکان تر حده ډډه وکړئ چې رطوبت ساتي.

هغه کسان چې د پښو له بد بوی څخه رنځ وړي، غوره ده چې د شپې له ویده کیدو مخکې لږ مقدار الکول د پښو په تل او د ګوتو په منځ کې ومخل شي. دا کار د پښو د رطوبت د اوچیدو او د باکتریا د ودې د مخنیوي سبب کیږي. باید پاملرنه وشي که چیرې پښې، په ځانګړې توګه پوندې که چاودې ږوي الکول باید چاودلي ځای ته دننه نشي.

همدارنګه، د فنګس ضد پوډرو او محلولونو کارول، لږترلږه په ورځ کې یو ځل، د پښو بد بوی لرې کولو لپاره خورا اغیزمن دی. برسېره پردې، په بوټانو کې د بوی ضد درمل لرونکي ټکرانو ایښول هم مرسته کوي.

په هغه صورت کې چې دا ټول تدابیر د پښو د بد بوی د له منځه تللو سبب نشي، نو غوره ده چې جلدي متخصص ته ولاړ شئ، په داسې حالتونو کې، ډاکټران یو څه قوي درمل وړاندیز کوي، چې په اکثرو مواردو کې خورا ښه اغیزه لري او د پښو د بد بوی ستونزه لرې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG