د لاس رسي وړ اتصالات

د شپې ناوخته ویده کېدل د انسان په روغتیا څه اغیزې لري؟


یوې ۳۷ کلنې څېړنې موندلې کوم کسان چې د شپې ناوخته ویده کیږي د هغو کسانو په پرتله چې سهار وختي ویښ کیږي، کم عمر نه کوي، په دې شرط چې د شپې مهال ځان له الکولي مشروباتو او سګرټ څکولو لیرې وساتي.

ددې څېړنې پایلې د جمعې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) خپرې شوې.

پخوانیو څیړنو ښودلې وه چې د شپې ناوخته ویده کیدونکي چې سهار په سختۍ له خوبه پورته کیږي، احتمال لري کم عمر وکړي او د یو لړ روغتیایي ستونزو سره مخامخ شي.

په بریتانیې کې د ۲۰۱۸ کال دې پراخې څېړنې ښودلې وه چې د ناوخته ویده کیدونکو خلکو د مړینې خطر د وختي ویده کیدونکو کسانو په پرتله ۱۰ سلنه زیات دی.

که څه هم ددې څېړنې پایلې د ناوخته ویده کېدونکو خلکو دپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلي وې، خو په څېړنه کې د الکولي مشروباتو د څښلو په څېر فکتورونه له پامه غورځول شوي وو چې ښايي د وختي مړینې لاملونه وي.

له همدې کبله په فنلنډ کې کارپوهانو وغوښتل چې ددې څېړنې په اړه سپیناوی رامنځته کړي. د تازه څېړنې پایلې د کرونوبیولوژي په نړیوال ژورنال کې خپرې شوي دي.

ددې څېړنې دپاره په فنلنډ کې د ۲۴ زره همجنسه غبرګونو ژوند څارل شوی. په ۱۹۸۱ کال کې له دغو غبرګونو پوښتل شوي وو چې د شپې وختي او که ناوخته ویده کیږي.

دریمه برخه کسانو ویلي وو چې څه ناڅه ناوخته ویده کیږي، ۱۰ سلنې کسانو ویلي وو د شپې ترډیره ناوخته ویښ وي او پاتې کسانو ویلي وو چې وختي ویده کیږي.

د زیاتره ناوخته ویده کېدونکو کسانو عمرونه نسبتا کم وو او ښايي الکولي مشروبات او سګرټ یې هم زیات استعمالول.

په ۲۰۱۸ کال کې څېړونکو بیا ددې کسانو احوال واخیست او معلومه یې کړه چې ۸۷۰۰ غبرګوني مړه شوي وو.

د ۳۷ کلونو په ترڅ کې، څېړونکو وموندله چې ترډیره ناوخته ويښ پاتې کېدونکي د مختلفو دلایلو له کبله د ژر مړه کېدو له زیات خطر سره مخامخ دي.

خو دې څېړونکو تازه موندلې چې دغه خطر "زیاتره د الکولو او سګرټو د استعمال له کبله دی." د بیلګې په ډول، دوی موندلې چې هغه ناوخته ویده کېدونکي چې زیات الکولي مشروبات نه استعمالوي، د وختي مړینې له خطر سره مخامخ ندي.

ناوخته ویده کېدل او مخدره توکي

ددې څیړنې مسئول او د فنلنډ د حرفوي روغتیا انسټیټیوټ کارکوونکی کریسټر هبلین، فرانس پرس ته وویل ناوخته ویده کېدونکي د خپل وختي مرګ د خطر د مخنیوي چاره کولی شي.

هغه وویل: "ناوخته ویده کېدونکو ته پکار ده چې د هغه الکولو او سګرټو د اندازې په اړه فکر وکړي چې دوی یې استعمالوي."

هبلین وویل چې د انسانانو پر مړینه باندې د هغوی د شپې وختي او یا ناوخته ویده کیدو اغېزه له نورو فکتورونو جلا "ډېره لږ او یا د هیڅ برابر ده."

د کیمبرج پوهنتون د کرونوټایپ څیړونکی جیون فرنانډو چې په دې څیړنه کې یې برخه نده اخیستې، دا موندنې باوري بولي خو وايي چې دې څیړنې محدودیتونه درلودل.

هغه وايي، په څېړنه کې پوښتل شويو کسانو یوازې په شفاهي ډول ویلي چې د شپې وختي او یا ناوخته ویده کیږي او د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د هغوی د خوب دقیق مهال وېش ندی څارل شوی.

فرنانډو وايي، په دې څېړنه کې د مخدره توکو د استعمال په څېر ځینې فکتورونه په پام کې ندي نیول شوي. هغه وايي، د کوکائین استعمال زیاتره وخت ددې سبب کیږي چې خلک له خوبه ناوخته پورته کیږي.

ښاغلي فرنانډو له دې وړاندې د یوې جلا څیړنې په ترڅ کې ښودلې وه چې د شپې ناوخته ویده کېدل د انسان پر رواني روغتیا اغېزه کوي، په ځانګړي ډول د اضطراب سبب کیږي او د مخدره توکو کارول کولی شي ستونزه لا پسې پراخه کړي.

XS
SM
MD
LG