په متحدو ایالتونو کې د ډالۍ او هدا سهشنبه (GivingTuesday) چې په ۲۰۱۲ کال کې په ټولنیزو شبکو کې د هشټګ په توګه پیل شوه اوس په دغه هېواد کې د شکرانې (Thanksgiving) ورځې څخه وروسته د غیر انتفاعي بنسټونو لپاره د تمویل او مرستو ټولولو تر ټولو لویه ورځ بلل کېږي.
د اټکلونو له مخې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د «ډالۍ سهشنبه»په ورځو کې د خیریه بنسټونو لپاره درې میلیارده او ۱۰۰ میلیون ډالره راټول شوي و.
سږکال دا د ډسمبر په درېیمه ده.
دا ورځ څنګه پیل شوه؟
د عطاء او اهدا سه شنبه هشټګ (#GivingTuesday) په ۲۰۱۲ کال کې د لومړي ځل لپاره په نیویارک کې د یوې پروژې په توګه پیل شو او په ۲۰۲۰ کې په یوې خپلواکې ادارې بدل شو.
خو اوس دا د سیمهییزو ادارو په یوې نړیوالې شبکې بدل شوی دی چې په خپلو ټولنو کې د مرستې ورکولو دود ترویجوي.
همداشان دغه غیر انتفاعي بنسټ څيړونکي هم سره راغونډوي ترڅو د هرې ورځې د راټولو شویو مرستو اړوند مسایلو باندې کار وکړي. دوی له پراخو منابعو څخه لکه د پیسو د تادیې پروسس کوونکو، د پیسو د راټولولو سایټونو، د کارکوونکو له خوا د ورکړل شویو مرستو سافټویرونو او هغه موسسې چې د مرستې راټولولو اړوند خیریه حسابونو څخه د راټولو شویو مرستو په اړه معلومات راټولوي.
د دې ورځې هدف څه دی؟
دا هشټګ په ټولنو کې د سخاوت د ترویجولو لپاره پیل شو او غیرانتفاعي بنسټونه په پراخه کچه د مرستې کولو د دود ترویجولو ته دوام ورکوي.
د غیر انتفاعي سازمانونو لپاره د GivingTuesday ورځ د پیسو د راټولو په معنی ده او دغه ارز له دې ورځې څخه د ملاتړ کوونکو د ګډون لپاره د زمینې د برابرولو په هدف هم کار اخیستل کېږي. په متحده ایالاتو کې اکثره خلک د هغو زیات شمېر برېښنالیکونو او پوسټونو په اړه پوهېږي چې د شکرانې (Thanksgiving) ورځې څخه وروسته د سهشنبې په ورځ ترلاسه کېږي.
په دغه ورځ د متحده ایالاتو ټول لوی غیر انتفاعي سازمانونه د مالي مرستو د راټولولو کمپاینونه پیلوي او زیات شمېر کوچنۍ سیمهییزې ډلې هم په کې ګډون کوي.
دغه غیر انتفاعي بنسټونه په خپلواکه توګه مالي مرستې راټولوي او اړ نه دي چې په دې برخه کې د GivingTuesday بنسټ سره په یو کمپاین کې ګډون وکړي.
خو GivingTuesday دغو غیرانتفاعي بنسټونو ته د مرستې راټولولو ګرافیکونه وړاندې کوي او په اړه یې مشورې ورکوي ترڅو دا دود د ولسي هڅې په توګه پاتې شي او خلک او مرسته کووونکي چې هر ډول غواړي پکې ګډون وکړي.
ایا د اهدا ورځ یو بریالی اقدام دی؟
دا په دې پورې اړه لري چې بریالیتوب څه ډول اندازه کیږي خو په حقیقت کې اوس د دې ورځې نمانځل په ټولنیزو رسنیو کې د مالي مرستو د راټولو د ابتدايي هڅو څخه ډېره پراخه شوې ده. اوس دا ورځ د یوې تلپاتې او مشهورې پېښې په توګه رامخې ته شوې ده او په متحده ایالاتو او ټوله نړۍ کې د خیریه مرستو، رضاکارانه او مدني ګډون مرکز جوړولو ته اړتیا لري.
له څوو کلونو راهیسې GivingTuesday د غیرانتفاعي بنسټونو لپاره د مالي مرستو په راټولولو زیات تمرکز لري. اکثره دا بنسټونه د اصلي مرسته کوونکو او خپلو ملاتړو شبکو څخه د مشابهو مالي مرستو د راټولو غوښتونکي دي تر څو په خیریه چارو کې یې ولګوي.
د روان کال له پای ته رسېدو سره سم د مالي مرستو د راټولو لپاره هڅې پیل شوې دي او غیر انتفاعي بنسټونه د راتلونکي کال لپاره د خپلې بودجې په برابرولو بوخت دي.
په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د هدا سه شنبه (GivingTuesday) په ورځو کې درې میلیارده او ۱۰۰ میلیون ډالره مالي مرستې راټولې شوې وې او له هغې وړاندې په ۲۰۲۱ کې دا شمېره دوه میلیارده او ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.
په داسې حال کې چې دا په یوه ورځ د مرستو یو لوی رقم دی چې راټولېږي خو تیر کال دا بهیر ثابت و او زیات شمېر مرسته کوونکو په کې ګډون نه درلود او د GivingTuesday سازمان دا د اندیښنې وړ مسله بللې ده.
فورم \ دبحث خونه