د لاس رسي وړ اتصالات

شیشه څه ډول نشه‌يي توکي دي او ولې خطرناک دي؟


هغه مخدره مواد چې د شیشې په نوم یې د معتادینو او چاقاقبرو ترمنځ په تور بازار کې شهرت موندلی، د مت‌امفتامین په نوم کیمیاوي مواد دي چې ډېر قوي او روږدې کوونکي دي.

مت‌امفتامین یا مت چې د اعصابو مرکزي سیستم باندې ویجاړونکې او تر اوږدې مودې پاتې کېدونکې اغیزې لري، د کرسټل یا کنګلو په څېر دي او په اسانې سره په اوبو او الکولو کې حل کېدونکي پوډر ته د بدلېدو وړتیا لري.

څېړنې ښیي چې د مت‌امفتامین کارول په اشخاصو کې د پارانویا (غلطې انګیرنې او بدګمانۍ)، توهم او د سترګو او غوږونو د برسام لامل کېږي.

له درملو څخه د ناوړې استفادې پر ضد د امریکا د متحده ایالتونو د انستیتیوت موندنې ښيي چې په دوامداره توګه د مت‌امفتامین مصرفول په اشخاصو کې د ویرې، ګنګسوالي او د بد او خشن چلند لامل هم کېږي.

څیړنو ښودلې چې د مت‌امفتامین یو شمیر مصرفوونکي په ځان وژنې او او یا د نورو په وژلو لاس پورې کوي.

د یاد انستیتیوت د معلوماتو په اساس هغه کسان چې په دوامره توګه مت‌امفتامین مصرفوي د ماغزو په جوړښت، بڼه او د یو شمیر برخو په فعالیت کې یې بدلون راځي چې د هغوی د حافظې کنترول او احساساتو پورې تړاو لري. دا بدلونونه د اشخاصو په عاطفې او درک کې د ستونزو لامل کېږي.

همداشان د مت‌امفتامین دوامداره کارول د انسان د وزن د کموالي، د غاښونو د رژېدو او فاسدېدو، ټپونو او د پوستکي د تخریش سبب هم کېږي.

مت‌امفتامین په اشخاصو کې د زیات فعالیت کولو، زیاتې خبرې کولو، د اشتها د کموالي او د خوښۍ د حس د رامنځ ته کېدو لامل هم کېږي.

دغه کیمیاوي مواد په شلمه پیړۍ کې په صنعتي ډول له امفتامین څخه ترلاسه شول او په لومړیو کې ترې د پوزې د وینې بهېدنې او برانشونو په درملنه کې کار واخیستل شو.

خو پر دې سربېره په یو شمېر هېوادونو کې له مت‌امفتامین څخه په ډېر کم ډوز سره د ناروغانو په درملنه کې استفاده کېږي.

XS
SM
MD
LG